د افغانستان لویې څارنوالۍ او ازبکستان لویې څارنوالۍ تر منځ د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو

دا هوکړه لیک د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د لوی څارنوال څارنپوه محمد فرید حمیدي او د ازبکستان جمهوري دولت د لوی څارنوال آته بیک مرادوف تر منځ د ۱۳۹۸ کال د غبرګولي پر ۲۷ د ازبکستان تاشکند ښار کې لاسلیک شو.
د یادو دوو هېوادونو د اوسېدونکو د ازادیو او حقونو خوندیتوب همداراز نړیوالو تړونونو او د متقابل درناوي اصل ته په پاملرنې، له جرم او جنایت سره مبارزه او د قانون حاکمیت او د عدالت ټينګښت د یاد هوکړه لیک موخه بلل شوې ده.
د افغانستان اسلامي جمهوري دولت لوی څارنوال څارنپوه محمد فرید حمیدي په یاد پروګرام کې د دواړو هېوادونو د څارنوالیو تر منځ د همکارۍ د هوکړه لیک اهمیت ته اشاره وکړه او دا هوکړه لیک یې د دوه اړخیزه همکاریو پیل وګاڼه. نوموړي زیاته کړه: «د ازبکستان جمهوري دولت د افغانستان یو خیرغوښتونکی او نیک ګاونډي دی او تل یې د افغانستان له دولت سره د امنیت، ښوونې، اقتصاد او عدلي او قضایي برخو کې د ښو او پیاوړو اړیکو د پراختیا غوښتنه کړې ده.»
له بلې خوا د تاجکستان جمهوري دولت لوی څارنوال آته بیک مرادوف د خپل هېواد د لویې څارنوالۍ د اجرااتو، واکونو او جوړښت په اړه د معلوماتو پر وړاندې کولو سربېره له جرمونو سره د مبارزې په برخه کې د یاد هوکړه لیک په پلي کولو، له الکترونیکي لارو د معلوماتو د راکړې ورکړې پروسې پر چټکتیا او دوه اړخیزه همکاریو ټینګار وکړ.
د دغه هوکړه لیک پر بنسټ به د یادو دوو هېوادونو څارنوالۍ یو له بل سره د اداري فساد، اقتصادي او مالیاتي، تروریستي او سازمان شویو جرمونو، د نیشه یي توکو د قاچاق او تروریزم د تمویل، د معلوماتو او اطلاعاتو د راکړې ورکړې او ظرفیت لوړونې په برخه کې همکاري وکړي.
د افغانستان اسلامي جمهوري دولت لوی څارنوال څارنپوه محمد فرید حمیدي په دغه سفر کې د یاد هوکړه لیک پر لاسلیکولو سربېره د مرکز، ولایتونو او ولسوالیو په کچه د ازبکستان له عدلي او قضايي بنسټونو لیدنه وکړه.
همداراز نوموړي د ازبکستان د سترې محکمې له رئیس، د کورنیو چارو له وزیر، د لویې څارنوالۍ د اکاډمۍ له رئیس او د سمرقند، بخارا او خوارزم ولایتونو د څارنوالیو له رئیسانو سره هم لیدنې کړې دي.