په لویه څارنوالۍ کې اته ساختماني پروژې بشپړې او ګټې اخېستنې ته چمتو دي

ago_admin
شنبه ۱۳۹۸/۵/۲۶ - ۲۰:۳۶
logo

د لویې څارنوالۍ د مالي او اداري چارو مرستیالۍ د راپور پر بنسټ،  روان کال د لویې څارنوالۍ په دارالامان ودانۍ کې اته ساختماني پروژې بشپړې شوې، چې ځينې یې ګټې اخېستنې ته هم سپارل شوې دي.

په یادو پروژو کې د غونډو د تالار وداني، یو جومات، کانتین، د ښه راغلاست وداني، دوې کانکس ودانۍ، شنه ساحه، د تشنابونو بیا رغونه او د پنجرو او ورونو د پردو نصبول شامل دي.

د یاد راپور پر بنسټ، د جومات، ښه راغلاست مرکز، کانکسونو، شنې ساحې او د تشنابونو د بیا رغونې کارونه سل سلنه بشپړ او ګټې اخېستنې ته سپارل شوي دي او د غونډو د تالار، کانتین او د پردو د نصب کارونه چې ۷۵ سلنه بشپړ شوې، دوام لري.

د وړاندې شوو شمېرو له مخې، د جماعت په جوړونه درې میلیونه او ۶۹۷ زره او ۴۵۰ افغانۍ، د ښه راغلاست پر مرکز لس میلیونه او ۱۵۴ زره او ۷۸۶ افغانۍ، د غونډو پر تالار څلور میلیونه او څلور سوه زره او ۷۱۱ افغانۍ لګښت راغلی، چې د یادې ادارې له عادي بودیجې څخه ورته ځانګړې شوې دي.

همداراز له عادي بودیجې څخه، د دوو کانکسونو پر ودانیو لس میلیونه او ۹۴۹ زره او ۵۰۰ افغانۍ، د کانتین په ودانۍ یو میلیون او ۹۹۱ زره او ۲۴۰ افغانۍ، د شنې ساحې پر جوړونه ۸۶۱ زره او ۷۰۰ افغانۍ، د تشنابونو په بیا رغونه دوه میلیونه او ۶۴۵ زره او ۹۷۵ افغانۍ او د پردو پر نصب څلور میلیونه او ۲۷۰ زره او۷۰ افغانۍ لګېدلې دي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۱:۴۷
Background image

د معاملاتو د یوې برخې او د حضرت محمدﷺ د سیرت د لومړۍ برخې ازموینه واخیستل شوه

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دغې ادارې له کارکوونکو د معاملاتو له نهمې او لسمې برخې او همداراز د حضرت محمدﷺ د سیرت د لومړۍ برخې ازموینه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۵:۸
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت نوی لوی رئیس د دغې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت نوی ګومارل شوی لوی رئیس د افغانستان اسلامي امارت د مسوولانو له خوا د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د دغې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو. دا پروګرام د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۴۵
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د پوهاوي غونډه جوړه شوه

د اوبو او انرژی وزارت له خوا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو. دا پروګرام د ۱۴۴۸ هـ.ق. . .

BACK TO NEWS