د ټاکنیزو کمېسیونونو اته پخواني کمېشنران او رئیسان د عدلي او قضایي مرکز د ابتدایي محکمې له خوا پر پنځه-پنځه کاله بند محکوم شول

ago_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۶/۱۲ - ۲۰:۱۲
محکمه

د ټاکنیزو کمېسیونونو د اتو پخوانیو کمېشنرانو او رئیسانو محکمه، د ۱۳۹۸ کال د وږي پر یوولسمه د اداري فساد له لویو جرمونو سره د مبارزې عدلي او قضایي مرکز د ابتدايي مرکز له خوا د دوی په حضور وشوه.

په یاده قضیه کې چې د ۱۳۹۷ کال د ولسي جرګې د ټاکنو په اړه وه، د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون پخوانۍ رئیس عبدالعزیز آریایي، د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون پخوانۍ غړی عبدالبصیر فایز، د یاد کمېسیون پخوانۍ مرستیاله حمیرا حقمل، د ټاکنو کمېسیون پخوانۍ رئیس ګلاجان عبدالبدیع صیاد، د یاد کمېسیون پخوانی اداري مرستیال معاذالله دولتي، پخواني کمېشنران هر یو رفیع الله بیدار، عبدالقادر قریشي، سید حفظ الله هاشمي او ملیحه حسن، د ټاکنو کمېسیون عملیاتي مرستیاله وسیمه بادغیسي، د یاد کمېسیون د معلوماتي تکنالوژۍ رئیس سید ابراهیم سادات او د همدې کمېسیون د دارلانشأ رئیس احمد شاه زمان زی د ټاکنو د پایلو د ثبت فورمونو د بدلولو په تور تورن شوي و.

د یادې قضیې مؤظف څارنوال د جرم د اثبات لپاره د اسنادو او شواهدو له مخې د دلیلونو تر راوړنې، د اتهام نامې له ترتیب او د څېړنو تر بشپړاوي وروسته د یاد مرکز له ابتدایي محکمې څخه وغوښتل، چې د عدالت ټینګښت په موخه دې پر دوی د هېواد د نافذه قوانینو احکام پلي کړي.

قضایي ناستې؛ د مؤظف څارنوال د صورت دعوې، د مدافع وکیل او یادو تورنو له دفاعیې اورېدلو وروسته، ناسته او د محکمې حکم راتلوونکې ورځې(د وږي ۱۲) ته وځنډوه.

د اداري فساد جرمونو ته د رسیدګۍ ابتدایي محکمې، د د وږي پر دوولسمه په خپله ناسته کې هر یو عبدالعزیز آریایي، عبدالبصیر فایز، حمیرا حقمل، ګلاجان عبدالبدیع صیاد، معاذالله دولتي، رفیع الله بیدار، عبدالقادر قریشي، سید حفیظ الله هاشمي، ملیحه حسن او وسیمه بادغیسي د ولسي جرګې د ټاکنو د پایلو د ثبت فورمو د بدلولو په تور، د جزایي اجرااتو قانون د ۱۱۲ مادې شپږمې فقرې په رعایتونې سره د یاد قانون د ۵۷، ۵۹، ۴۳۲ او ۴۳۵ مادې له مخې پر پنځه- پنځه کاله تنفیذي بند محکوم کړل.

د یادې ناستې قضايي پلاوي، سید ابراهیم سادات او احمد شاه زمان زی چې له واک څخه د ناوړه ګټې اخېستنې په تور تورن شوي و، د مناسبو دلیلونو د نشتون له امله د جزایي اجرااتو قانون د ۴۳۵ مادې په رعایتونې سره د جزا کود د پنځمې مادې له مخې بري الذمه وګڼل.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۴ - ۱۴:۵۰
Background image

افغانستان ته د بې کیفیته نفتي موادو او تیلو پر وارداتو بندیز ولګېد

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست سرپرست او هېواد ته د بې کیفته تیلو له واردولو د مخنیوي کمېټې رییس محترم الحاج مولوي شمس‌الدین شریعتي یوي خبري ناستې ته ویلي چې هېواد ته د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۸ - ۱۴:۳۹
Background image

افغانستان ته د بې کیفیته تېلو، اوبلنو ګازو او نورو نفتي موادو له واردولو د مخنیوي لپاره د مؤظف پلاوي ناسته جوړه شوه

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د سرپرست محترم مولوي شمس‌الدین شریعتي په مشرۍ ناسته د مؤظفې کمېټې د غړو په ګډون د امارتي ادارو او وزارتونو د معیننانو په حضور کې جوړه شوه. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱/۳۰ - ۱۳:۳۸
Background image

له ایران څخه د افغان بندیانو د لېږد دوام؛۱۹۹ افغان بندیان د افغانستان اسلامي امارت ته وسپارل شول

له بهر څخه د افغان بندیانو د انتقال کمېټې په کوښښ چې مشري یې د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی رییس مولوي شمس الدین شریعتي کوي د نورو اړوندو ادارو له استازو سره په ګډه چې د دغې. . .

BACK TO NEWS