لویه څارنوالۍ کې له هېواد بهر مجرمینو د راستنولو اړوند د عدلي بنسټونو، کورنیو چارو او بهرنیو چارو وزارتونو تر منځ د همکارۍ ناسته وشوه

ago_admin
جمعه ۱۳۹۸/۶/۱۵ - ۱۱:۱۸
neshast

دا ناسته د کورنیو چارو وزارت د انټرپول څانګې، بهرنیو چارو وزارت او عدلیې وزارت د استازو په ګډون د ۱۳۹۸ کال د وږي پر ۱۴ د لویې څارنوالۍ د غونډو په تالار کې وشوه.

په یاده ناسته کې ګډونوالو، اړونده هېوادونو ته د مجرمینو د استولو او له بهر څخه د مجرمینو د را ستنولو په برخو کې د یادو بنسټونو د اجرااتو پر چټکولو او ساده کولو بحث وکړ.

په دغې ناسته کې پرېکړه وشوه، چې په دې برخه کې د شته ستونزې او ننګونې وپېژندل شي او د حل لپاره دې یې د لویې څارنوالۍ، کورنیو چارو، بهرنیو چارو او عدلیې وزارت تر منځ د همکارۍ میکانیزم یا هوکړه لیک تدوین شي.

همداراز په یاده ناسته کې د اجرااتو بهیر د چټکتیا په موخه، په پوره ځیرکۍ سره د نیونې فورمونو ډکولو او له برېښنایي لارې د هغه مکتوبونو استولو او په لاس راوړلو ته چې له امله یې مجرمین نیول کېږي، هم اشاره وشوه.

دا په داسې حال کې ده، چې افغانستان په ۲۰۰۲ میلادي کال د نړیوالو پولیسو (انټرپول) غړیتوب تر لاسه کړ او په ۲۰۱۲ میلادي کال د کورنیو چارو وزارت په تشکیل کې د «انټرپول ریاست) تر نوم لاندې یو خپلواک ریاست جوړ شو.

په نړیواله کچه د انټرپول د جوړونې اړتیا او بنسټزه موخه دا ده، چې د غړیو هېوادونو تر مینځ د همکاریو بهیر چټک او ساده شي، نړیوال عدلي او قضایي بنسټونه سره همغږي او هغه مجرمین چې له یو هېواد څخه بل هېواد ته تېښته کوي، په ښه توګه تر څار لاندې او ونیول شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۷ - ۱۰:۴۸
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دې ادارې له کارکوونکو د دیني مسائلو ازموینه واخیستله

د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دغې ادارې له کارکوونکو د دعوت او ارشاد د عمومي ریاست نصاب ازموینه واخیستله...

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۱ - ۱۱:۲۶
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دې ادارې په دارالامان ودانۍ کې د ۸۰ زره لیټره تیلو په وړتیا د تیلو ټانک ګټې اخیستنې ته وسپاره

د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دې ادارې په دارالامان ودانۍ کې د تیلو یو ټانک ګټې اخیستنې ته وسپاره چې ورسره د دې ادارې یوه اړتیا په معیاري او بنسټيزه توګه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۴ - ۱۴:۵۰
Background image

افغانستان ته د بې کیفیته نفتي موادو او تیلو پر وارداتو بندیز ولګېد

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست سرپرست او هېواد ته د بې کیفته تیلو له واردولو د مخنیوي کمېټې رییس محترم الحاج مولوي شمس‌الدین شریعتي یوي خبري ناستې ته ویلي چې هېواد ته د. . .

BACK TO NEWS