درې کسان د ۱۸ میلیونو افغانیو رشوت اخېستنې په تور محاکمه شول
د اداري فساد له لویو جرمونو سره د مبارزې عدلي او قضایي مرکز استیناف محکمې، د یادې قضیې اړوند درې کسان هر یو میراخان د ګل اوراق زوی، سلیمان د غلام سخي او زمری د شیرین دل زوی، د ۱۳۹۸ کال د لړم پر شپږمه محاکمه کړل.
د لوګر ولایت د کدستر مامور، د یو خصوصي شرکت رئیس او بل د جایدادونو د پېر او پلور مسؤول د یادې قضیې عاملین دي، چې د کشفي بنسټونو له خوا، د ۱۳۹۸ کال د چنګاښ پر ۱۵ باالفعل ونیول شول او دوسیه یې د عدالت ټینګښت او څېړنو په موخه څارنوالۍ ته واستول شوه.
د قضیې د مؤظف څارنوال د دعوې پر بنسټ، یادو کسانو د یو زر او ۸۰۰ جریبه ځمکې د راګرځولو او د محمد آغې ولسوالۍ اوسېدونکي دولت خان د حسین خان زوی ته د سپارلو په بدل کې له نوموړي څخه چې د یادې ځمکې وارث بلل کېږي، د هر جریب په بدل کې لس زره افغانۍ چې ټولې ۱۸ میلیونه کېږي، د رشوت په توګه غوښتې دي.
د عدلي او قضايي مرکز د استیناف محکمې قضایي پلاوي، په خپله علني ناسته کې میراخان د یو میلیون رشوت اخېستنې په تور، د جزا کود د ۳۷۰ او ۳۷۵ مادې د دویمو فقرو، د ۳۷۱ مادې پنځمې فقرې او ۳۸۵ مادې لومړۍ فقرې له مخې، په شپږ کاله تنفیذي بند، له دندې پر انفصال او د یو میلیون رشوت برابر په نغدي جزا محکوم کړ.
همداراز په دغې قضیه کې سلیمان د ۱۸ میلیونه رشوت په ورکړه کې د منځګړیتوب په تور، د جزا کود د ۳۷۲ او ۳۸۵ مادې د لومړیو فقرو، ۳۷۰ مادې څلورمې فقرې او ۳۷۳ مادې له مخې، پر اووه کاله تنفیذي بند او د رشوت برابر د ۱۸ میلیون افغانیو په ورکړه محکوم شو.
د دغې محاکمې قضایي ناستې، په دغه جرم کې د زمري د لاس لرلو د تور د اثبات لپاره مناسب دلیلونه نه دي ترلاسه کړي. له همدې امله یې نوموړی د جزا کود د پنځمې او د جزایي اجرااتو قانون د ۲۳۵ مادې له مخې بري الذمه وباله.
د یادونې وړ ده، چې له دغې قضایي ناستې وړاندې د روان کال د وږي پر ۳۱ د قضیې مؤظف څارنوال د څېړنو تر بشپړاوي، د صورت دعوې له ترتیب او د یاد جرم د اثبات لپاره د اسنادو او شواهدو تر راوړنې وروسته، د ابتدایي محکمې له قضایي ناستې غوښتې و، چې دغو کسانو ته د جزا کود د ۳۷۰، ۳۸۵، ۳۷۲، ۳۷۳، ۳۷۱ او ۸۵ مادې له مخې جزا ورکړي.
د اداري فساد له لویو جرمونو سره د مبارزې عدلي او قضایي مرکز د ابدایه محکمې قضایي پلاوي، د مؤظف څارنوال د دعوې او د تورنو کسانو د دفاعیو په پام کې لرلو سره، میراخان د یو میلیون رشوت اخېستنې په تور، په شپږ کاله تنفیذي بند، له دندې پر انفصال او د یو میلیون رشوت برابر په نغدي جزا او سلیمان یې د ۱۸ میلیون رشوت په ورکړه کې د منځګړیتوب په تور، پر اووه کاله تنفیذي بند او د رشوت برابر د ۱۸ میلیونه افغانیو په ورکړه محکوم کړی و. همداراز په رشوت اخېستنه کې د زمري د لاس لرلو تور د اثبات لپاره د مناسبو دلیلونو د نشتون له امله نوموړی بري الذمه ګڼلی شوی و.
