د دایکنډي استیناف څارنوالۍ ریاست وداني ګټې اخېستنې ته وسپارل شوه

ago_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۸/۲۸ - ۱۵:۲۳
تعمیر دایکندی

دا وداني د افغانستان اسلامي جمهوري دولت لویې څارنوالۍ په انکشافي بودېجې سره د ۴۱ میلیونه او ۴۱۰ زره افغانیو په ارزښت په درېیو پوړو کې جوړه شوې او د ۲۸ کاري دفترونو او ۱۳ عصري تشنابونو په لرلو سربېره یو د غونډو تالار، خوړنځی او ښه راغلاست مرکز لري، چې په برېښنایي سیسټم، مرکز ګرمیو او داسې نورو اړینو سیسټمونو سمبال ده.

د دغې ودانۍ د ګټې اخېستنې پرواګرام چې د ۱۳۹۸ کال د لړم پر ۲۵ جوړ شوی و، د جمهور رئیس دویم مرستیال استاد سرورو دانش، د لوړو زده کړو وزارت، اقتصاد وزارت او اطلاعات فرهنګ وزارت وزیرانو، د لویې څارنوالۍ د مالي او اداري چارو مرستیال وحیدالدین ارغون، د سیمه ئیزو ارګانو د خپلواکې ادارې رئیسانو، د مخابراتو او تکنالوژۍ وزارت، کرهڼې وزارت، د اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت، د سوداګرۍ او صنعت وزارت، عامې روغتیا وزارت او هوانورۍ ملکي ادارې مرستیالانو، د هند سفیر، ملي شورا کې د خلکو استازو او د ځينو نورو ادارو مسؤولانو ګډون کړی و.

دایکندی

په دغه پروګرام کې د جمهور رئیس دویم مرستیال او ورسره مل پلاوي د دایکنډي استیناف څارنوالۍ ریاست د ودانۍ ترڅنګ، څو نورې پراختیايي پروژې هم ګټې اخېستنې ته وسپارلې.

استاد سرور دانش په دغه پروګرام کې وویل، که څه هم افغانستان کې جګړه، تاوتریخوالۍ او نورې ستونزې او ننګونې دوام لري؛ خو بیا هم د هېواد په هر ګوټ کې د پراختیايي پروژو د تطبیق بهیر په عادي شکل روان دی. د نوموړي په باور، له دې معلومېږي، چې د افغانستان حکومت هېوادوالو ته د عامه خدمتونو او نورو اړینو سهولتونو د برابرونې په برخه کې دوامداره هڅې کوي.

ښاغلي دانش د خپلو خبرو په دوام سره په دایکنډي ولایت او د هزاره ګانو په مرکزي سیمو کې د متوازنې پراختیا پر دوام ټينګار وکړ او زیاته یې کړه: «دایکنډي د هېواد یو له ځوانو ولایتونو څخه دی، چې د رامنځته کېدو یې شاو خوا ۱۵ کاله کېږي او د افغانستان په ۳۴ ولایتو کې د متوازن پرمختګ اصل ته په کتو چې د هېواد په ټولو ولایتو کې د ټولو وګړو بنسټیز حق دی، د یادې مودې په تېرېدو سره پکې لوی بنسټيز کارونه تر سره شوي چې له امله یې ټولنیز عدالت او متوازن پرامختګ رامنځ ته شوی دی.»

له دې سره سم د لوی څارنوال مالي او اداري مرستیال وحیدالدین ارغون په یاد پروګرام کې وویل، چې د دایکنډي استیناف څارنوالۍ ریاست ودانۍ په پرانستلو سره به عدالت ته د دغه ولایت د خلکو لاسرسۍ زیات شي او ترڅنګ به یې ښه حکومتولي په مرکز او ولایتو کې په ښه توګه تمثیل شي. ښاغلي ارغون زیاته کړه، چې د یادې ودانۍ په پرانستلو سره د کارکوونکو او مراجعینو د بشري حقونو په خوندیتوب سربېره، کاري بهیر چټکتیا مومي او د ریاست د چارو د نظم او روڼتیا تر څنګ د ځواب وېینې زمینه برابروي. د ښاغلي ارغون په خبره، د یاد ریاست له ودانۍ څخه په ګټې اخېستنې سره به د جرمي قضیو د تعقیب او څېړنې بهیر هم چټک شي. نوموړي له ولایتي مسؤولانو وغوښتل، چې د دغې ودانۍ ساتنې ته جدي پاملرنه وکړي.

ښاغلي ارغون په دغه پروګرام کې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت لویې څارنوالۍ د ۱۳۹۹ کال پراختیايي پروژو ته هم اشاره وکړه او ویې ویل، چې راتلوونکي کال کې به د لوګر، ارزګان، کندهار استیناف څارنوالیو او د کابل د استالیف او د جوزجان د اقچې ولسوالۍ د ابتدایه څارنوالیو په ودانیو کار پیل شي.

د یادونې وړ ده، چې روان کال د لغمان او کاپیسا ولایت د استیناف څارنوالیو ودانۍ هم ګټې اخېستنې ته سپارل شوې او تمه ده، په نږدې راتلونکي کې د خوست او نورستان د استیناف څارنوالۍ ریاستونو ودانۍ هم ګټې اخېستنې ته وسپارل شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۴۵
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د پوهاوي غونډه جوړه شوه

د اوبو او انرژی وزارت له خوا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو. دا پروګرام د ۱۴۴۸ هـ.ق. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۰:۳۵
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د ۱۴۰ مسلکي او اداري بستونو د ګمارنې ازموینه واخیسته

د افغانستان اسلامي امارت د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د ۱۴۰ اداري او مسلکي بستونو د استخدام په موخه چې له دې ډلې ۴۰ بستونه د تېر کال پاتې وو او پاتې نور یې د دغې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۴:۳۹
Background image

له ۸۱ ګډونوالو د نظارتي ستاژ درېیم پړاو ازموینه واخیستل شوه

د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د مسلکي زده‌کړو ریاست د دغې ادارې له ۸۱ داوطلبو کارکوونکو څخه د نظارتي ستاژ درېیم پړاو ازموینه واخیسته...

BACK TO NEWS