لویه څارنوالۍ کې د ښځو ونډه نظامنده، مفهم لرونکې او د ډاډ وړ ده

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت لوی څارنوال څارنپوه محمد فرید حميدي، د ښځو د پیوستون نړیوالې ورځې(د مارچ اتمه) په نمانځغونډه کې وویل، چې د نرینه وو او ښځو له ګډون پرته عدالت ته لاسرسی ممکن نه دی.
په دغه پروګرام کې، چې د ۱۳۹۸ کال د کب پر ۲۱ د مسلکي زده کړو انستیتوت د غونډو تالار کې جوړ شوی و، د لویې څارنوالۍ مرستیالانو او رئیسانو، د هېواد د لومړۍ مېرمنې سلاکارې یلدا شریفي، د جمهوري ریاست د دوه یم مرستیال سلاکارې حبیبې وهاج او د لویې څارنوالۍ ځينو کارکوونکو ګډون کړی و.
د هېواد لوی څارنوال په دغه پروګرام کې وویل، چې د مارچ اتمه د بشر تاریخ کې یوه مهمه ورځ ده او د ښځو غورزنګ، په رهبرۍ کې د دوی ځواک او حقونو ته درناوی په یوه ځانګړي فرهنګ او سیمه پورې تړلي نه دي. د هغه په باور، په بېلابېلو تاریخي دورو کې ښځو پراخه حضور درلودلی او د بشري تاریخ او تمدن په بشپړتیا کې یې رغنده رول لوبولی دی.
ښاغلي حمیدي د خپلو خبرو په دوام سره زیاته کړه: «د مارچ پر اتمه، د ښځو له سرښندنو او مبارزو یادونه کېږي او دوی یې د عدالت غوښتنې لپاره د خپلو مبارزو د پیل ورځ ګڼي. همداراز یاده ورځ زموږ سره امانت ده او په ټول ځواک سره د افغان ښځو او نرینه وو له حقونو دفاع کوو.» هغه همداراز زیاته کړه، د مارچ اتمه، د ټولنیز عدالت د تأمین برخه کې د ستونزو او خلاوو د اروزنې او بیا کتنې لپاره یو ښه فرصت دی.
د هېواد د لوی څارنوال په وینا، اوس د افغان ښځو ونډې او پراختیا په هره برخه او اداره کې پراختیا کړې او لویه څارنوالي په مرکز او د هېواد په ۳۴ ولایتي استیناف څارنوالیو کې هڅه کوي، څو د ښځو او نرینه وو د حقونو د خوندیتوب په موخه عدالت تأمین او قانون تطبیق کړي. د نوموړي په خبره، لویه څارنوالۍ کې د ښځو ونډه نظامنده، بامفهومه او مانا لرونکې ده. ده زیاته کړه: «دا چې په ټولنه کې نرینه او ښځې برابر حقوق لري؛ نو په ټولنیزو چارو کې د دوی له ونډې او ګډون پرته به عدالت یو سمبولیک بحث وي.»
د هېواد لوی څارنوال څارنپوه محمد فرید حميدي همداراز وویل، چې لویې څارنوالۍ خپلو ټولو کارکوونکو او مراجعینو ته یو خوندي کاري چاپېریال رامنځ ته کړی او ترڅنګ یې د خپلو کارکوونکو د ظرفیت لوړونې برخه کې هم جدي هڅې کوي.
د ښاغلي حمیدي په باور، د افغانستان د ښځو او نرینه وو له ګډون پرته سوله او پراختیا ممکن نه دي. په همدې موخه افغان دولت د دوی له زیارونو، سرښندنو او حقونو څخه دفاع کوي. نوموړي زیاته کړه، چې د ښځو او نرینه وو د حقونو، انساني کرامت او حیثیت ساتنه د عدلي او قضایي په ځانګړې ډول د لویې څارنوالۍ مسؤولت دی او دا اداره د دوی د حقونو خوندیتوب او په ټولنیزو چارو کې د دوی ګډون ته ژمنه ده.
په ورته مهال کې، د هېواد د لومړۍ مېرمنې سلاکارې یلدا شریفي، د هېواد د لومړۍ مېرمنې پیغام له ګډونوالو سره شریک کړ او له لویې څارنوالۍ یې مننه وکړه، چې یاده ورځ نمانځي. د هېواد لومړۍ مېرمنې په خپل پیغام کې زیاته کړې وه، چې نن ورځ د افغانستان خلک له یو ښه قانون څخه برخمن دي او افغان ښځې هم له خپلو بنسټيزو او شرعي حقونو څخه باخبرې دي. اغلې شریفي زیاته کړه، چې سوله د ټولو افغانانو اړتیا ده او افغان ښځو ته ډاډ ورکول کېږي، چې د دوی له ګډون پرته او د پردې تر شا به هېڅ تصميم ونه نېول شي.
له بلې خوا، د جمهوري ریاست د دویمې مرستیالۍ سلاکارې حبیبې وهاج په دغه پروګرام کې وویل، د څو کالونو په تېرېدو سره نن ښځې له خپلو بنسټيزو حقونو څخه برخمنې دي. اغلې وهاج زیاته کړه، چې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د ښځو د بنسټیزو حقونو د خوندیتوب لپاره هڅې کوي او په خبره یې، د هېواد اساسي قانون د ښځو حقونه په رسمیت پېژنې او د دوی د بنسټيزو حقونو پر خوندیتوب یې ټینګار کړی دی.
لویه څارنوالۍ کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنيوي مرستیالۍ جوړونه، د کابینې په کچه د جنډر کمېټې جوړونه، ولایتي کمېټې او د جنډر د برابرښت لپاره د کاري ګروپونو تشکیل، د ښځو پر وړاندې له تاوتریخوالي سره د مبارزې په موخه د کاري پلان او ستراتيژۍ تصویب، ښځو ته د میراث حق ورکولو او په جګړو او ناخوالو کې د دوی د ساتنې په موخه د پالیسیو تصویب د حکومت هغه کوټلي ګامونه دي، چې اغلې وهاج یې یادونه وکړه.
د یادونې وړ ده، چې د لویې څارنوالۍ د ښځو ملاتړ ریاست د یادې ورځې د نمانځنې په ویاړ، د داستان لیکنې سیالي تر سره او ترڅنګ یې د کتابونو او انځور ګرۍ نندارتون هم جوړ کړی و، چې په پایله کې یې شپږ غوره داستان لیکوونکي وستایل شول..