لویې څارنوالۍ د ۱۳۹۹ لمریز کال په لړم میاشت کې د عسکري جنايي جرمونو ۱۲۱ قضیو ته رسیدګي کړې

Hussain_admin
دوشنبه ۱۳۹۹/۹/۱۰ - ۱۱:۳۷
askari

لویې څارنوالۍ د ۱۳۹۹ لمریز کال په لړم میاشت کې د عسکري جنايي جرمونو ۱۲۱ قضیو ته رسیدګي کړې

په دغو قضیو کې ۸ قضيې د قتل، یو قضیه د غلا، ۲ قضيې د ترافیکي جرمونو، ۲۱ هم د مالي او اداري جرمونو، ۱ قضیه هم د نشه يي توکو جرمونو او ۱۷۹ نورې د بېلابېلو نورو جرمونو په تړاو دي.

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت لویې څارنوالۍ د روان کال په لړم میاشت کې په عسکري چارو کې د لويې څارنوالۍ مرسیتالۍ له لارې ۲۱۲ جنايي قضيې ثبت او رسیدګي کړې دي.

دا قضيې د اتهامنامو له ترتیب او د اسنادو او شواهدو له راټولو وروسته د محکمو په حضور کې اورول شوې دي.

د دغو قضیو له ډلې څخه ۱۷ جرمي قضيې د استیناف محکمې پرېکړې په بر کې نیسي، د ۸۰ قضیو محاکماتي پړاوونه بشپړ شوي، ۱۱ قضيې هم د الزام د کافي دلایلو د نشتوالي له امله حفظ او ۸۸ قضيې هم د تحقیقاتو د بشپړولو په موخه مسترد شوې دي.

دغو قضیو ته د رسیدګۍ له کبله، د دولت خزانې ته یو میلیون و پنځه زره او ۶۳۰ افغانۍ سپارل شوې دي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۱:۴۷
Background image

د معاملاتو د یوې برخې او د حضرت محمدﷺ د سیرت د لومړۍ برخې ازموینه واخیستل شوه

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دغې ادارې له کارکوونکو د معاملاتو له نهمې او لسمې برخې او همداراز د حضرت محمدﷺ د سیرت د لومړۍ برخې ازموینه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۵:۸
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت نوی لوی رئیس د دغې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت نوی ګومارل شوی لوی رئیس د افغانستان اسلامي امارت د مسوولانو له خوا د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د دغې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو. دا پروګرام د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۴۵
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د پوهاوي غونډه جوړه شوه

د اوبو او انرژی وزارت له خوا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو. دا پروګرام د ۱۴۴۸ هـ.ق. . .

BACK TO NEWS