لویې څارنوالۍ په ۱۳۹۹ مالي کال کې د عسکري جرمونو ۲۴۶۴ قضیو ته رسیدګي کړې

Hussain_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱۰/۱۶ - ۱۴:۱۸
ago

لویې څارنوالۍ په ۱۳۹۹ مالي کال کې د عسکري جرمونو ۲۴۶۴ قضیو ته رسیدګي کړې

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت لويې څارنوالۍ د عسکري چارو مرستیالۍ په ۱۳۹۹ مالي کال کې دوه زره ۴۶۴ جنايي قضيو ته رسیدګي کړې ده.

په دغو قضیو کې ۸۴ قضيې د قتل، ۵۴ قضيې د غلا، ۷ هم د اخلاقي جرمونو، ۲۸ د ترافیکي جرایمو، ۱۸۳ د مالي او اداري جرمونو، ۲۱ د نشه يي توکو او دوه زره ۸۷ نورې قضيې د بېلابېلو نورو جرمونو اړوند دي.

دا قضيې د اسنادو پر اساس د اتهامنامو تر ترتیب او د اسنادو او شواهدو له راټولولو وروسته محکمو ته استول شوې دي.

د دغو قضیو له ډلې څخه ۲۴۹ قضيې د استیناف محکمې پرېکړه په بر کې نیسي او د ۷۶۷ قضیو محاکماتي پړاوونه بشپړ شوي او تورن يې په نقدي جزا او بند محکوم شوي دي.

د کافي دلایلو د نشتوالي له امله ۱۹۴ قضيې حفظ او د ۲۶۸ نورې هم د تحقیقاتو د بشپړېدا لپاره مسترد شوې دي.

دغو قضیو ته د رسیدګۍ له کبله ۱۷ میلیونه، ۷۸۵ زره او ۹۴۷ افغانۍ د دولت خزانې ته تحویل شوې دي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۱:۴۷
Background image

د معاملاتو د یوې برخې او د حضرت محمدﷺ د سیرت د لومړۍ برخې ازموینه واخیستل شوه

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دغې ادارې له کارکوونکو د معاملاتو له نهمې او لسمې برخې او همداراز د حضرت محمدﷺ د سیرت د لومړۍ برخې ازموینه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۵:۸
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت نوی لوی رئیس د دغې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت نوی ګومارل شوی لوی رئیس د افغانستان اسلامي امارت د مسوولانو له خوا د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د دغې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو. دا پروګرام د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۴۵
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د پوهاوي غونډه جوړه شوه

د اوبو او انرژی وزارت له خوا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو. دا پروګرام د ۱۴۴۸ هـ.ق. . .

BACK TO NEWS