د لویې څارنوالۍ د ۴۶ دولتي ادارو ترمنځ د ښځینه کارکوونکو د زیاتوالي د پالیسۍ د تطبیق له پلوه لومړی مقام وګاټه

Hussain_admin
شنبه ۱۳۹۹/۱۲/۲۳ - ۱۰:۴۹

په دولتي ادارو کې د ښځينه کارکوونکو د زیاتوالي د پالیسۍ د نظارت او تطبیق د راپور پر اساس، چې اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د خپلواک کمېسیون له خوا ترسره شوی، د افغانستان اسلامي جمهوري دولت لویې څارنوالۍ د ۴۶ دولتي ادارو ترمنځ لومړی مقام او ستاینلیک ترلاسه کړ.

د دغه راپور پر اساس د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون لومړی او د لوړو زده کړو وزارت دویم مقام ګټلی دی.

د ملکي خدمتونو ادارو کې د ښځو د مشارکت د زیاتوالي پالیسۍ تطبیق او نظارت د ۴۰ ځانګړنو پر اساس د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د خپلواک کمېسیون له خوا ترسره شوی، چې د ښځينه کارکوونکو ګومارنه، د ښځینه کارکوونکو ظرفیت لوړاوی، خوندي کاري چاپېریال، د ښځینه کارکوونکو د ځورونې پېښو ته د رسیدګۍ میکانیزمونه او د ښځينه کارکوونکو د بریا د داستانونو خپروای پکې راځي.

په همدې موخه نن یوه غونډه د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د کمېسیون د رئيس نادر نادري، د وزارتونو او دولتي ادارو د بشري سرچینو د رئیسانو او د مېرمنو د ملاتړ (جنډر) رئيسانو په حضور په یاد شوي کمېسیون کې ترسره شوه. په دې غونډه کې د ښځو د ګومارنې او ملاتړ تر څنګ، لويې څارنوالۍ ته د یادې پالیسۍ د تطبیق له کبله لومړی مقام او ستاینلیک ورکړل شو.

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت لویه څارنوالي د هېواد د بېلابېلو قشرونو مشارکت په ځانګړې توګه د مېرمنو فعال او ګټور مشارکت ته ‎ژمنتیا لري او دا چاره د قانون د تطبیق او د عدالت د تأمین په برخه کې یوه اساسي اړتیا ګڼي. په تېرو څلورو کلونو کې په دې اداره کې د ښځینه کارکوونکو شمېر له ۲ سلنې څخه ۲۲ سلنې ته لوړ شوی او ظرفیت د لوړاوي په ځانګړې توګه د ښځینه کارکوونکو د لوړو زده کړو لپاره یې ګڼ پروګرامونه طرح او عملي کړي دي.

د یادونې وړ ده، چې تر دې مخکې هم لويې څارنوالۍ د دولتي ادارو ترمنځ د معلولو کسانو د ګومارنې په پار هم لومړی مقام ګټلی و.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۱:۴۷
Background image

د معاملاتو د یوې برخې او د حضرت محمدﷺ د سیرت د لومړۍ برخې ازموینه واخیستل شوه

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دغې ادارې له کارکوونکو د معاملاتو له نهمې او لسمې برخې او همداراز د حضرت محمدﷺ د سیرت د لومړۍ برخې ازموینه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۵:۸
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت نوی لوی رئیس د دغې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت نوی ګومارل شوی لوی رئیس د افغانستان اسلامي امارت د مسوولانو له خوا د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د دغې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو. دا پروګرام د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۴۵
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د پوهاوي غونډه جوړه شوه

د اوبو او انرژی وزارت له خوا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو. دا پروګرام د ۱۴۴۸ هـ.ق. . .

BACK TO NEWS