له مراجعینو او هېوادوالو سره د سرپرست لوی څارنوال لیدنه

Hussain_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۴/۱ - ۸:۲۷
ago

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت لویې څارنوالۍ سرپرست محترم ذبیح الله کلیم نن دوشنبه د ۱۴۰۰ لمریز کال د غبرګولي پر ۳۱ د مراجعینو عریضو او غوښتنو ته د رسیدګۍ په موخه مخامخ له ځینو هېوادالو سره ولیدل.

سرپرست لوی څارنوال د دوشنبې کاري ورځې د هېوادوالو قانوني غوښتنو، د ستونزو هواري او د دوی نسبتي دوسیو ته د بېړنۍ رسېدنې لپاره ځانګړې کړې ده. ښاغلی کلیم د دوشنبې پر ورځو د هېواد له ګوټ ګوټ څخه له لسګونو هېوادوالو سره ګوري او د هغوی ستونزې اوري.

دا لیدنې د حقوقي سلاکارانو او د لویې څارنوالۍ د ځینو ریاستونو د رئیسانو په حضور د مراجعینو عریضو ته د بېړنۍ رسېدنې او په تړاو یې د اجرااتو د ډاډ د ترلاسي په موخه کېږي.

د لویې څارنوالۍ د مشرتابه لومړیتوب عدالت او حقونو ته خلکو لاسرسی دی او دا لیده کاته، د دغه لومړیتوب رښتیاینې ته لاره هواروي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۴۵
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د پوهاوي غونډه جوړه شوه

د اوبو او انرژی وزارت له خوا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو. دا پروګرام د ۱۴۴۸ هـ.ق. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۰:۳۵
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د ۱۴۰ مسلکي او اداري بستونو د ګمارنې ازموینه واخیسته

د افغانستان اسلامي امارت د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د ۱۴۰ اداري او مسلکي بستونو د استخدام په موخه چې له دې ډلې ۴۰ بستونه د تېر کال پاتې وو او پاتې نور یې د دغې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۴:۳۹
Background image

له ۸۱ ګډونوالو د نظارتي ستاژ درېیم پړاو ازموینه واخیستل شوه

د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د مسلکي زده‌کړو ریاست د دغې ادارې له ۸۱ داوطلبو کارکوونکو څخه د نظارتي ستاژ درېیم پړاو ازموینه واخیسته...

BACK TO NEWS