د لویې څارنوالۍ د ۳۰ مسلکي بستونو ازموینه واخیستل شوه

په دغې ازموینه کې د ۱۲ مېرمنو په ګډون ۸۸ هغو کارکوونکو ګډون کړی و، چې تر درېیو کالو یې زیات د دې ادارې په مرکز او ولایتونو کې دنده ترسره کړې وه. د دغو ګډونوالو له منځه به ۳۰ کسان د لویې څارنوالۍ په ملکي او نظامي برخو کې په دنده ګومارل کېږي.
دا ازموینه د ۱۴۰۰ لمریز کال د چنګاښ پر اوومه د لویې څارنوالۍ د سرچینو او ادارې د عمومي رئيس وحیدالدین ارغون، د بشري سرچینو د پراختیا عمومي رئيس محمد نواب احمدزي، د تدقیق او مطالعاتو عمومي رئیس محمد منیر مروت او ځینو نورو رئیسانو په حضور واخیستل شوه.
د لویې څارنوالۍ د سرچینو او ادارې عمومي رئيس وحیدالدین ارغون د ازموینې په پرانیسته کې وویل، چې دا ازموینه د څارنوالانو د ګومارنې د کړنلارې په اساس په رڼه توګه د غوره عدلي خدماتو د وړاندې کولو په موخه ترسره شوې ده.
ښاغلي ارغون وویل، چې د لویې څارنوالۍ مشرتابه په بېلابېلو برخو کې د سمونونو راوستلو ته ژمن او دا يې کاري لومړیتوب دی.
نوموړي هېوادوالو ته د عدالت پر لاسرسي ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، د لویې څارنوالي مشرتابه کوښښ کوي، د هېواد په بېلابېلو برخو کې د مسلکي څارنوالانو په ګومارنې سره خلکو ته غوره خدمات وړاندې کړي.
په ورته وخت کې د بشري سرچینو د پراختیا عمومی رئیس محمد نواب احمدزي د دغه ازموینې اخیستل د لویې څارنوالۍ د کارکوونکو لپاره چې له ډېر وخت راهیسې يې د دغې ادارې په اداري برخو کې کار کړی و، ښه فرصت وباله او دا یې په دې اداره کې د اصلاحاتو یوه برخه وګڼله.
ښاغلي احمدزي ژمنه وکړه، هغه کسان چې په لویه څارنوالي کې کار ته لېوالتیا لري، د کرونا ویروس د تهدیداتو په ختمېدو سره به په مرکز او ولایتونو کې د دوی د جذب په موخه جمعي رقابتي ازموینه واخلي.