لویې څارنوالۍ د نړیوالو جرمونو په تړاو د ملي امنیت له عمومي ریاست سره ناسته وکړه

Hussain_admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۶ - ۱۳:۵۰
ago

د نړیوالو جرمونو پر ضد د مبارزې څارنوالۍ او د کورني او بهرني امنیت ضد څارنوالۍ رئیسانو او د ملي امنیت د عمومي ریاست د مرستیال ترمنځ د ۱۴۰۰ لمریز کال د زمري پر څلورمه غونډه وشوه.

په دې غونډه کې د نړیوالو جرمونو، د روم اساسنامې او د افغانستان غړیتوب، په نړیواله جزايي محکمه کې د افغانستان د وضعیت او تکمیلي صلاحیت او د افغانستان په جزا کوډ کې د راغلو نړیوالو جرمونو په اړه بحث وشو. همداراز په دې ناسته کې د نړیوالو جرمونو په تړاو د افغانستان په ځانګړې توګه د لویې څارنوالۍ د اجرااتو، فرصتونو او ننګونو په تړاو هم بحث شو.

په یاده شوې ناسته کې د ملي امنیت د عمومي ریاست د لومړي مرستیال د همکارۍ د جلب تر څنګ، د قرارونو د تطبیق پر څرنګوالي، د نړیوالو جرمونو د اړوندو مکاتیبو د ځواب ورکولو او د نړیوالو جرمونو د قضیو د کشفي اجرااتو په اړه هم خبرې وشوې.

د ملي امنیت د عمومي ریاست لومړي مرستیال په دې ناسته کې ژمنه وکړه، چې د دغه ریاست اړونده ټولو برخو ته به هدایت ورکوي، چې د نړیوالو جرمونو د قرارونو د تطبیق او په دې برخه کې د ننګونو د هواري په موخه به له لویې څارنوالۍ سره همکاري او لازمه همغږي ولري.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۱:۴۷
Background image

د معاملاتو د یوې برخې او د حضرت محمدﷺ د سیرت د لومړۍ برخې ازموینه واخیستل شوه

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دغې ادارې له کارکوونکو د معاملاتو له نهمې او لسمې برخې او همداراز د حضرت محمدﷺ د سیرت د لومړۍ برخې ازموینه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۵:۸
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت نوی لوی رئیس د دغې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت نوی ګومارل شوی لوی رئیس د افغانستان اسلامي امارت د مسوولانو له خوا د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د دغې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو. دا پروګرام د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۴۵
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د پوهاوي غونډه جوړه شوه

د اوبو او انرژی وزارت له خوا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو. دا پروګرام د ۱۴۴۸ هـ.ق. . .

BACK TO NEWS