د ۱۴۰۰ مالي کال په لومړۍ ربع کې له ښځو سره د تاوتریخوالي د ۱۴۶۴ قضیو بررسي

Hussain_admin
پنجشنبه ۱۴۰۰/۵/۷ - ۸:۶
ago

لویې څارنوالۍ د ۱۴۰۰ مالي کال له پيل څخه د ۱۴۰۰ لمریز کال تر غويي میاشتې پورې ۱۴۶۴ قضيې چې له مخې يې ۱۶۲۶ کسان تورن دي، بررسي کړې دي.

په دغو قضیو کې د قتل، جنسي تېري، وهل ټکول، اجباري کار او فحشا ته مجبورول، د کمیاوي او زهري موادو په استفادي اور اچول، ځانوژنې او ځانسوځونې ته اړ ایستل، جراحت، معلولیت، بدو کې ورکول، په اجباري توګه ودول، تر یوې زیاتې مېرمنې سره واده او د تعلیم، کار، میراث او روغتیايي خدماتو ته د لاسرسي له حقه د محرومولو پېښې شاملې دي.

کندهار، بلخ، ننګرهار او کابل ولایتونو په ترتیب د ۲۹۸، ۱۹۲، ۱۵۴ او ۱۳۴ قضیو په ثبتولو سره، له ښځو سره د تاوتریخوالي تر ټولو ډېرې قضيې ثبت کړې دي.

لویه څارنوالي د قانون مجري د مهم بنسټ په توګه ژمنه کوي، چې له ښځو سره د تاوتریخوالی د قربانیانو ملاتړ او له ښځو سره د تاوتریخوالي اړوند قضيې به په جدي او پرېکنده توګه ارزوي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۶ - ۱۲:۲۱
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دغې ادارې له کارکوونکو «د دعوت او ارشاد نصاب د معاملاتو» د تدریس شوې برخې ازموینه واخیسته

د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت د لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست نن شنبه د رمضان المبارک میاشتې پر ۱۸ (د کب ۱۶) د دغې ادارې له کارکوونکو څخه «د دعوت او ارشاد نصاب د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۷ - ۱۰:۴۸
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دې ادارې له کارکوونکو د دیني مسائلو ازموینه واخیستله

د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دغې ادارې له کارکوونکو د دعوت او ارشاد د عمومي ریاست نصاب ازموینه واخیستله...

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۱ - ۱۱:۲۶
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دې ادارې په دارالامان ودانۍ کې د ۸۰ زره لیټره تیلو په وړتیا د تیلو ټانک ګټې اخیستنې ته وسپاره

د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دې ادارې په دارالامان ودانۍ کې د تیلو یو ټانک ګټې اخیستنې ته وسپاره چې ورسره د دې ادارې یوه اړتیا په معیاري او بنسټيزه توګه. . .

BACK TO NEWS