د حکومتولۍ سکټور کمېټې د عدليې وزارت له مشرتابه سره تعارفي ناسته وکړه

Hussain_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱/۲۲ - ۲۳:۱۵
کمیته

د فرمانونو او حکمونو د تعقيب او نظارت لوی ریاست د حکومتولۍ کمېټې د ا.ا.ا د مشرتابه د فرمانونو د تعقيب په موخه د عدليې وزارت له چارواکو سره تعارفي ليدنه وکړه.

دې کمېټې چې مشري يې مفتي صفي‌الرحمن خالد کوله، نن سه‌شنبه د ۱۴۴۴ هـ.ق کال د رمضان‌المبارک پر ۲۰ يې د عدليې وزارت له چارواکو سره ليده کاته وکړل.

د دغې کمېټې رييس او غړو يې د عدليې وزارت له وزیر محترم شیخ عبدالحکيم شرعي سره تر تعارفي ليدنې وروسته د دغه وزارت له مسلکي معين سره هم وليدل.

په دې ليدنه کې د حکومتدارۍ کمېټې رييس له لوري د ا‌.ا.ا د عالیقدر امیرالمومنین د ۳۲ فرمان په اړه د عدليې وزارت چارواکو ته اړين معلومات ورکړل شول.

وروسته د عدليې وزارت مشرتابه د یاد فرمان د پلیتابه په برخه کې يادې کمېټې ته د همکارۍ او ډاډ ژمنه وکړه.

ياده دې وي، چې د ا.ا.ا مشرتابه د فرمانونو او حکمونو د تعقيب او نظارت لوی رياست ته دنده سپارلې، چې په مرکز او ولايتونو کې د بېلابېلو کمېټو په جوړولو سره د مشرتابه د فرمانونو او حکمونو د پلي کېدا څرنګوالی وڅاري او راپور يې مشرتابه ته وړاندې کړي.

په همدې موخه دغه لوی رياست په مرکز او ولايتونو کې د بېلابېلو کمېټو په جوړولو سره بېلابېلو سکټورونو لپاره کمېټې جوړې کړې دي او د فرمانونو او حکمونو د تعقيب لړۍ روانه ده.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۱:۴۷
Background image

د معاملاتو د یوې برخې او د حضرت محمدﷺ د سیرت د لومړۍ برخې ازموینه واخیستل شوه

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دغې ادارې له کارکوونکو د معاملاتو له نهمې او لسمې برخې او همداراز د حضرت محمدﷺ د سیرت د لومړۍ برخې ازموینه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۵:۸
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت نوی لوی رئیس د دغې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت نوی ګومارل شوی لوی رئیس د افغانستان اسلامي امارت د مسوولانو له خوا د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د دغې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو. دا پروګرام د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۴۵
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د پوهاوي غونډه جوړه شوه

د اوبو او انرژی وزارت له خوا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو. دا پروګرام د ۱۴۴۸ هـ.ق. . .

BACK TO NEWS