د اقتصادي سکټور کمېټې د صنعت او سوداګرۍ وزارت له چارواکو سره لیدلي

Hussain_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱/۲۴ - ۱۳:۱۵
کمیته اقتصادی

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د اقتصادي سکټور کمېتې د ا.ا.ا د صنعت او سوداګرۍ وزارت له معین قدرت الله جمال او ځینو نورو چارواکو سره مقدماتي ناسته وکړه.

یادې کمېټې د محترم مولوي نبي الله نیازي په مشرۍ د ۱۴۴۴ هـ.ق کال د رمضان المبارک میاشتې پر ۲۱ د صنعت او سوداګرۍ وزارت له معین قدرت الله جمال او ځینو نورو چارواکو سره ولیدل.

په دې مقدماتي ناسته کې د ا.ا.ا د مشرتابه د ۳۲ ګڼې فرمان په هکله چې د دغه لوی ریاست دندې او واکونه پکې روښانه شوي، په اړه د یاد وزارت مسوولانو ته بشپړ معلومات ورکړل شول.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین د دې لوی ریاست له جوړېدو د خوښۍ څرګندولو تر څنګ ډاډ ورکړ، چې د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او پلیتابه په برخه کې به هېڅ ډول همکاري ونه سپموي.

د دغو ناستو موخه د ا.ا.ا د مشرتابه د فرمانونو او احکامو تعقیب او څار بلل شوی، چې په مرکز او ولایتونو کې دا لړۍ په ډېرې چټکۍ روانه ده.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۱:۴۷
Background image

د معاملاتو د یوې برخې او د حضرت محمدﷺ د سیرت د لومړۍ برخې ازموینه واخیستل شوه

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دغې ادارې له کارکوونکو د معاملاتو له نهمې او لسمې برخې او همداراز د حضرت محمدﷺ د سیرت د لومړۍ برخې ازموینه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۵:۸
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت نوی لوی رئیس د دغې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت نوی ګومارل شوی لوی رئیس د افغانستان اسلامي امارت د مسوولانو له خوا د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د دغې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو. دا پروګرام د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۴۵
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د پوهاوي غونډه جوړه شوه

د اوبو او انرژی وزارت له خوا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو. دا پروګرام د ۱۴۴۸ هـ.ق. . .

BACK TO NEWS