د نظامي سکټور کمېټې غړو د کورنیو چارو وزارت د پاسپورټ له عمومي رییس سره غونډه وکړه

Hussain_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۲/۱۳ - ۹:۳۹
کمیته

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د نظامي سکټور کمیټې غړو چې مشري یې مولوي نجیب‌الله انوري کوله، د کورنیو چارو وزارت د پاسپورټ ریاست له عمومي رییس پاسوال مولوي عبدالکریم حسیب سره تعارفي ناسته وکړه.

دا ناسته د ۱۴۴۴هـ.ق کال د شوال المکرم پر ۱۲ وشوه او پکې د یاد عمومي ریاست له رییس سره د ا.ا.ا مشرتابه ۳۲ ګڼې فرمان په تړاو اړین او هراړخیز معلومات شریک شول.

د ا.ا.ا مشرتابه ۳۲ ګڼه فرمان چې په دې وروستیو کې صادر شوی، د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دندو او واکونو په تړاو پکې معلومات وړاندې شوي دي.

د دې ناستې موخه د ا.ا.ا د مشرتابه د فرمانونو او حکمونو له پلیتابه ډاډ ترلاسه کول او په دې تړاو ټولو دولتي او غیردولتي ادارو ته معلومات ورکول دي.

بل خوا د پاسپورټ عمومي ریاست د فرمانونو او حکمونو لوی ریاست له جوړېدو خوښي څرګنده کړې او ډاډ یې ورکړی، چې د امیرالمومنین ټول فرمانونه او حکمونه به په ښه ډول عملي او په دې برخه کې به په هراړخیزه همکاري کوي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۱:۴۷
Background image

د معاملاتو د یوې برخې او د حضرت محمدﷺ د سیرت د لومړۍ برخې ازموینه واخیستل شوه

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دغې ادارې له کارکوونکو د معاملاتو له نهمې او لسمې برخې او همداراز د حضرت محمدﷺ د سیرت د لومړۍ برخې ازموینه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۵:۸
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت نوی لوی رئیس د دغې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت نوی ګومارل شوی لوی رئیس د افغانستان اسلامي امارت د مسوولانو له خوا د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د دغې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو. دا پروګرام د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۴۵
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د پوهاوي غونډه جوړه شوه

د اوبو او انرژی وزارت له خوا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو. دا پروګرام د ۱۴۴۸ هـ.ق. . .

BACK TO NEWS