له ایران څخه ۱۰۰ افغان بندیان افغانستان ته انتقال شول

yama_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۳/۲۲ - ۱۰:۵۸
زندانیان ایران

د افغانستان اسلامي امارت او د ایران اسلامي جمهوري دولت ترمنځ د لاسلیک شوې هوکړې له مخې چې د بندیانو د انتقال او د هغوی د حقونو د ملاتړ په هکله ده، ۱۰۰ افغان بندیان افغانستان ته انتقال شول.

دا زندانیان د ۱۴۴۴ هجري قمري کال د ذوالقعده الحرام پر ۲۲ په نیمروز کې افغان لوري ته وسپارل شول.

دا بندیان د ایران په بېلابېلو زندانونو کې بندیان وو، چې له پخوانیو ژمنو سره سم افغانستان ته انتقال شوي دي. دغه راز ۲۶۰ نور افغان بندیان به هم په نږدې راتلونکي کې افغانستان ته وسپارل شي.

تر دې وړاندې د دغې هوکړې په لومړي پړاو کې ۸۵۸ افغان بندیان چې په ایران کې بندیان وو، افغانستان ته انتقال شوي وو.

رندانیان ایران

دغه راز د ښه نیت او بالمثل عمل په توګه به ۴ ایراني بندیان چې افغانستان کې بندیان او محکوم دي، د ایران اسلامي جمهوري دولت چارواکو ته وسپارل شي.

افغانستان ته د افغان محکومینو انتقال ایران ته د فرمانونو او حکمونو د تقعیب او نظارت لوی رییس مولوي شمس الدین شریعتي په مشرۍ لوړپوړي پلاوي له سفر وروسته پیل شوی دی. په دې سفر کې دواړو لورو د افغان اتباعو د حقوقو د ملاتړ په موخه یو لړ ژمنې لاسلیک کړې دي.

د یادونې وړ ده، چې په بهرنیو هېوادونو کې د افغان بندیانو، مظنونانو او تورنو د انتقال کمېټه د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست په مشرۍ جوړه شوې ده. په دې کمټېه کې د بهرنیو چارو، کورنیو چارو، د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو او عدلیې وزارتونه او د زندانونو د تنظیم ادارې استازي غړي دي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۰:۳۵
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د ۱۴۰ مسلکي او اداري بستونو د ګمارنې ازموینه واخیسته

د افغانستان اسلامي امارت د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د ۱۴۰ اداري او مسلکي بستونو د استخدام په موخه چې له دې ډلې ۴۰ بستونه د تېر کال پاتې وو او پاتې نور یې د دغې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۴:۳۹
Background image

له ۸۱ ګډونوالو د نظارتي ستاژ درېیم پړاو ازموینه واخیستل شوه

د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د مسلکي زده‌کړو ریاست د دغې ادارې له ۸۱ داوطلبو کارکوونکو څخه د نظارتي ستاژ درېیم پړاو ازموینه واخیسته...

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۶ - ۱۲:۲۱
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دغې ادارې له کارکوونکو «د دعوت او ارشاد نصاب د معاملاتو» د تدریس شوې برخې ازموینه واخیسته

د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت د لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست نن شنبه د رمضان المبارک میاشتې پر ۱۸ (د کب ۱۶) د دغې ادارې له کارکوونکو څخه «د دعوت او ارشاد نصاب د. . .

BACK TO NEWS