د ننګرهار د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته روزنیز سیمنار جوړ شو

yama_admin
شنبه ۱۴۰۲/۷/۲۹ - ۱۱:۱
ننګرهار

د ننګرهار د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت ریاست خپلو مسلکي او اداري کارکوونکو ته روزنیز سیمنار جوړ کړ. دا روزنیز پروګرام چې د ننګرهار د قبایلو او سرحدونو چارو ریاست د غونډو په تالار کې جوړ شوی و، د ۱۴۴۵ هجري قمري کال د ربیع الثاني پر دویمه پای ته ورسېد.

دا سیمینارونه د مرکز په ګډون د ولایتونو د ریاستونو او د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت آمریتونو مسلکي غړو ته په ملکي، نظامي، استخباراتو او د ملي دفاع وزارت(قول اردوګانو او د ولایتونو فرقو) او د هېواد په کچه د ولسوالیو مسلکي غړو لپاره په پام کې نیول شوې دي.

د دغه روزنیز سیمینار موخه، په امارتي او له امارتي ادارو سره اړوند خصوصي ادارو کې د ا.ا.ا د مشرتابه د فرمانونو، حکمونو او هدایاتو د تعقیب او نظارت ډول او څرنګوالی، په اړوندو ادارو کې د اجرااتو د قانونیت نظارت او له امارتي او خصوصي مراجعو له مسوولینو سره د دغې ادارې د مسلکي غړو چلند او د همکارۍ څرنګوالی، د تقنیني سندونو رعایت او تطبیق، له اداري فساد څخه مخنیوی، یادو مراجعو کې د مؤثریت او روڼتیا رامنځته کول او په هېواد کې د اسلامي نظام لا بقا په ګوته شوی دی.

د دغه سیمینار ګډونوالو د خپلو وړاندیزونو، غوښتنو او نظرونو د څرګندولو سربېره دا ډول سیمینارونه اغېزناک وبلل او د نورو روزنیزو پروګرامونو د جوړېدو غوښتنه یې وکړه.

یاده دې وي، چې د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د خپلو کارکوونکو د لاظرفیت لوړونې لپاره ورته روزنیز سیمینارونه په نورو ولایتونو کې هم جوړ کړې دي او دا لړۍ دوام لري.

د ویلو ده، چې دا روزنیز سیمینارونه د رییسانو، مشایخو، علمای کرامو، کارپوه او تجربه لرونکو ښوونکو په ګډون د اتو کمېټو له لوري مخته وړل کېږي.

 

 

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۱:۴۷
Background image

د معاملاتو د یوې برخې او د حضرت محمدﷺ د سیرت د لومړۍ برخې ازموینه واخیستل شوه

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دغې ادارې له کارکوونکو د معاملاتو له نهمې او لسمې برخې او همداراز د حضرت محمدﷺ د سیرت د لومړۍ برخې ازموینه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۵:۸
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت نوی لوی رئیس د دغې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت نوی ګومارل شوی لوی رئیس د افغانستان اسلامي امارت د مسوولانو له خوا د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د دغې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو. دا پروګرام د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۴۵
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د پوهاوي غونډه جوړه شوه

د اوبو او انرژی وزارت له خوا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو. دا پروګرام د ۱۴۴۸ هـ.ق. . .

BACK TO NEWS