د ښځو نړیواله ورځ په لويه څارنوالۍ کې ونمانځل شوه

hdsadmin
Wed, Mar 16 2016 3:39 PM
45

په هغې غونډه کې چې په همدې مناسبت د لويې څارنوالۍ په کتابتون کې جوړه شوې وه، د لويې څارنوالۍ د اطلاعاتو او عامه اړیکو رییس څارنیار محمد آصف "فیاض"  د ګډون سربیره  د جندر مسوو لینو،  څارنوال  ولی "ترین" او د دې ادارې ښځینه کار کوونکو برخه اخیستې وه.

په دې مراسمو کې د لويې څارنوالۍ د اطلاعاتو او عامه اړیکو رییس څارنیار محمد آصف "فیاض" ښځه په ژوندانه کې د لوی الله (ج)  له درباره تر ټولو لوی نعمت وبلله ويې ویل: ښځه د انسان په توګه هغه وخت خپل ارزښت  ته قایله  شې  چې د  بي بي خدیجې (رض) د ژوند په اړه فکر وکړې، د هغې مشورې او لارښوونې په عمل کې پلې کړي.  هغه د درندې او اغیزمنې مور  تر څنګ د تعلیم او تر بیې استاده، سلاکاره او مشهوره سوداګره هم وه. ښاغلي "فیاض" په افغانستان کې د ښځو په وړاندې شته خنډونو ته اشاره وکړه  ویې ویل: ستونزې شته خو بیا هم له دې ستونزو او مشکلاتو سره  مبارزه  په کار ده. زیاته یې  کړه، ګمراه  شعارونه  نه یوازې   داچې  د ښځو په وړاندې تاو تریخوالي کم   بلکه  لا  به يې؛ زیات کړي.

نوموړي، له ښځو وغوښتل چې خپل راتلونکې له پاره  علمي او فکري مبارزه وکړې او د هیواد په ټولو ملې  بهیرونو کې رغنده ونډه واخلې. هغه  د  ښځو له پاره زده کړې اړینې او دوې ته دحق د ورکولو لومړی اصل وګاڼه.

آغلي حلیمه "بانو"  په دولتې ادارو کې د ښځو د  زیاتې ونډې  غوښتنه وکړه، آغلي بانو چې د کب د میاشتې  په   ۲۴ مه  يې  لويه څارنوالۍ  کې د مارچ  اتمې  د ښځو د نړیوال  پيوستون د ورځې د نمانځنې په غونډه کې خبرې کولې څرګنده کړه،  د افغانستان  په ګډون  په  بېرته  پاتې  هیوادو کې ښځې ته د دویم نظر په سترګه کتل کیږي،  په داسې حال کې چې د اسلام په مبین دین کې د ښځې او مور ارزښت او مقام تثبیت شوې  او د اسلام په مبین دین کې غوره والی د تقوآ  او پرهیز ګارۍ له مخې دي؛ تور په سپین او عرب په عجم غوره والی نه لري. میرمن "بانو" یادونه وکړه چې د دولت د کارې پروګرام له مخې باید په سلو کې دیرش ښځې د دولتي ادارو په تشکیلاتو کې شتون ولري.

ورپسې څارنوال ولي  "ترین"  په افغانستان کې د ښځو په وړاندې شته خنډونو ته د اشارې ترڅنګ وویل: زموږ په ټولنه کې هغه وخت ثبات راتلاې شې چې ښځو ته یې خپل حقوق ورکړل شې او ورته درناوي وشې. نوموړي،  هم د  ښځو له پاره زده کړې اړینې او دوی ته دحق د ورکولو لومړی اصل وګاڼه.  ښاغلی "ترین"  پر ټولو  میندو  او پلرونو  غږ  وکړ  چې خپلې لوڼې ښونځیوته پریږدي.

دغه راز د لویې څارنوالۍ د جندر آمرې یاسمین "حسام"  د ښځې نړیوالې ورځې په اړوند خبرې  وکړِي. غونډه د شعر او د جندر له  لورې ښځو ته د یو شمیر ډالۍ  په  ورکولو سره  پا ې ته  ورسیده.

دا ورځ د لومړي ځل له پاره په کال  ۱۹۰۹  د فبررۍ د میاشتي پر اته ویشتمه په نیویارک کې د امریکا د سوشیالیسټ ګوند له خوا ونمانځل شوه. چې اوس مهال د نړۍ په یو شمیر هیوادوکې د یو لړ  شانداره  مراسمو په ترڅ  کې  لمانځله  کیږي.

Latest news

Sat, Oct 19 2024 9:26 AM
Background image

Two individuals acquitted of the charge of smuggling 41.375 kilograms of gold from Afghanistan to the United Arab Emirates.

Bashir Ahmad Siddiqi, son of Nasir Ahmad, and Mohammad Rafi Baha, son of Ghulam Bahauddin, who had been convicted of smuggling 41.375 kilograms of gold during the previous government,. . .

Wed, Feb 05 2020 10:26 AM
Background image

The Attorney General’s Office’s Press Release on Its Commitment to Access to information,

A number of Afghan press agencies expressed their discontent with Afghanistan government agencies and the Attorney General Office for not granting Media full access to information. . .

Mon, Dec 09 2019 9:02 AM
Background image

Attorney General: Humanitarian Culture and Respect for Humanity Is the Core of Our Activities

Saranpoh Mohammad Farid Hamidi, Attorney General of Islamic Republic of Afghanistan in a ceremony held for commemorating “International Day of Persons with Disabilities” said that the. . .

BACK TO NEWS