د ښځو نړیواله ورځ په لويه څارنوالۍ کې ونمانځل شوه
په هغې غونډه کې چې په همدې مناسبت د لويې څارنوالۍ په کتابتون کې جوړه شوې وه، د لويې څارنوالۍ د اطلاعاتو او عامه اړیکو رییس څارنیار محمد آصف "فیاض" د ګډون سربیره د جندر مسوو لینو، څارنوال ولی "ترین" او د دې ادارې ښځینه کار کوونکو برخه اخیستې وه.
په دې مراسمو کې د لويې څارنوالۍ د اطلاعاتو او عامه اړیکو رییس څارنیار محمد آصف "فیاض" ښځه په ژوندانه کې د لوی الله (ج) له درباره تر ټولو لوی نعمت وبلله ويې ویل: ښځه د انسان په توګه هغه وخت خپل ارزښت ته قایله شې چې د بي بي خدیجې (رض) د ژوند په اړه فکر وکړې، د هغې مشورې او لارښوونې په عمل کې پلې کړي. هغه د درندې او اغیزمنې مور تر څنګ د تعلیم او تر بیې استاده، سلاکاره او مشهوره سوداګره هم وه. ښاغلي "فیاض" په افغانستان کې د ښځو په وړاندې شته خنډونو ته اشاره وکړه ویې ویل: ستونزې شته خو بیا هم له دې ستونزو او مشکلاتو سره مبارزه په کار ده. زیاته یې کړه، ګمراه شعارونه نه یوازې داچې د ښځو په وړاندې تاو تریخوالي کم بلکه لا به يې؛ زیات کړي.
نوموړي، له ښځو وغوښتل چې خپل راتلونکې له پاره علمي او فکري مبارزه وکړې او د هیواد په ټولو ملې بهیرونو کې رغنده ونډه واخلې. هغه د ښځو له پاره زده کړې اړینې او دوې ته دحق د ورکولو لومړی اصل وګاڼه.
آغلي حلیمه "بانو" په دولتې ادارو کې د ښځو د زیاتې ونډې غوښتنه وکړه، آغلي بانو چې د کب د میاشتې په ۲۴ مه يې لويه څارنوالۍ کې د مارچ اتمې د ښځو د نړیوال پيوستون د ورځې د نمانځنې په غونډه کې خبرې کولې څرګنده کړه، د افغانستان په ګډون په بېرته پاتې هیوادو کې ښځې ته د دویم نظر په سترګه کتل کیږي، په داسې حال کې چې د اسلام په مبین دین کې د ښځې او مور ارزښت او مقام تثبیت شوې او د اسلام په مبین دین کې غوره والی د تقوآ او پرهیز ګارۍ له مخې دي؛ تور په سپین او عرب په عجم غوره والی نه لري. میرمن "بانو" یادونه وکړه چې د دولت د کارې پروګرام له مخې باید په سلو کې دیرش ښځې د دولتي ادارو په تشکیلاتو کې شتون ولري.
ورپسې څارنوال ولي "ترین" په افغانستان کې د ښځو په وړاندې شته خنډونو ته د اشارې ترڅنګ وویل: زموږ په ټولنه کې هغه وخت ثبات راتلاې شې چې ښځو ته یې خپل حقوق ورکړل شې او ورته درناوي وشې. نوموړي، هم د ښځو له پاره زده کړې اړینې او دوی ته دحق د ورکولو لومړی اصل وګاڼه. ښاغلی "ترین" پر ټولو میندو او پلرونو غږ وکړ چې خپلې لوڼې ښونځیوته پریږدي.
دغه راز د لویې څارنوالۍ د جندر آمرې یاسمین "حسام" د ښځې نړیوالې ورځې په اړوند خبرې وکړِي. غونډه د شعر او د جندر له لورې ښځو ته د یو شمیر ډالۍ په ورکولو سره پا ې ته ورسیده.
دا ورځ د لومړي ځل له پاره په کال ۱۹۰۹ د فبررۍ د میاشتي پر اته ویشتمه په نیویارک کې د امریکا د سوشیالیسټ ګوند له خوا ونمانځل شوه. چې اوس مهال د نړۍ په یو شمیر هیوادوکې د یو لړ شانداره مراسمو په ترڅ کې لمانځله کیږي.