د لویې څارنوالۍ عالي شورا ناسته وشوه

ago_admin
Mon, Sep 02 2019 8:04 AM
لوی حارنوال

د لویې څارنوالۍ عالي شورا ناسته د افغانستان اسلامي جمهوري دولت لوی څارنوال څارنپوه محمد فرید حمیدي په مشرۍ د ۱۳۹۸ کال د وږي پر لسمه وشوه.

د ناستې په پيل کې، د محمد هاشم ولد محمد نبي د غوښتنلیک په اړه، چې د خپل زوی د بند مودې کمونې په اړه و، بحث وشو.

عالي شورا د تدقیق او مطالعاتو، د حبس پر بدیل او د احکامو پر تنفیذ او حجر د رئیسانو په ګډون د لویې څارنوالۍ د قضایي تعقیب چارو د مرستیال په مشرۍ یوه کمېټه وټاکله، چې یاده موضوع په پوره ځیرکۍ سره وګوري او راپور یې د عالي شورا په راتلوونکې ناسته کې وړاندې کړي.

د ناستې په بله برخه کې، د سرپل استیناف څارنوالۍ پر استهدایه چې د ټاکنیزو جرمونو د قضیو په اړه وه، بحث وشو.

عالي شورا د استهدایو کمېټې ته هدایت ورکړ، چې د یادې موضوع اړوند شکایت او نیوکه مشخصه او د خپلې رهنمایی قرار، اړونده څارنوالۍ ته واستوي.

د ناستې په بله برخه کې، د بادغیس استیناف څارنوالۍ ریاست پر استهدایه بحث وشو. یاده استهدایه د قضایي پلاوي د پرېکړې او ناپرېکړې په اړه وه، چې آیا د قضایي پلاوي د نظر خلاف پرېکړه وشي او که نه؟

د لویې څارنوالۍ عالي شورا، د مخالفې رایې اړوند د جزایي اجرااتو قانون د ۲۳۱ مادې لومړۍ فقرې په پام کې نیولو سره په دې برخه کې تجویز اتخاذ کړی او څرګنده کړې یې ده، چې که د قضایي پلاوي یو غړی د یو شمېر قاضیانو په رایې سره د نیول شوي تصیم سره موافق نه وي، مکلف دی چې د حکم د نص له تحریر وروسته د اقلیت په پرېکړه کې په مستدل ډول خپله رایه درج کړي. د یاد قانون د ۲۳۱ مادې دویمې فقرې په پام کې نیولو سره د هغه حکم تنفیذ او تطبیق چې د قضایي پلاوي په اکثریت رایو سره شوی وي، د تطبیق وړ دی.

د یادې جلسې په بله برخه کې، د لغمان استیناف څارنوالۍ ریاست پر استهدایه بحث وشو. دا استهدایه د یاد ولایت له جنایي جرمونو سره د مبارزې مدیریت د ستونزو په اړه وه، چې ځینې پېښې په لنډ مهاله او اوږدمهاله رخصتیو یا هم د اوونۍ په پای کې رامنځ ته کېږي، چې له امله یې د نظارت وخت په رخصتیو کې لګول کېږي. پوښتنه دا ده، چې په ۷۲ ساعته رخصتۍ کې نظارت د پولیس واک دی؟ یا په همدې وخت کې د جزایي اجرااتو قانون د۲۸۱ مادې پلي کول په کاري ورځو کې حسابېږي؟

عالي شورا په دې برخه کې د استهدایو کمېټې نظر تائید کړ او د کورني او بهرني امنیت پر ضد جرمونو سره د مبارزې اوعسکري برخه کې له اداري فساد سره د مبارزې څارنوالۍ ریاست د رئیسانو په ګډون یې د لویې څارنوالۍ د عسکري چارو د مرستیال په مشرۍ یوې کمېټې ته دنده ورکړه، چې په دې برخه کې په یو ځانګړي میکانیزم کار وکړي او راپور یې په راتلوونکې ناسته کې وړاندې کړي.

د ناستې په پای کې، د ایران اسلامي جمهوري دولت د عدلي او قضایي بنسټونو له خوا د احمد فرهاد صدیقي ولد جمعه خان چې افغانۍ دی د بیا سپارنې پر غوښتنه یا هم په ۱۳۹۵ کال کې د ایران هېواد د یوه اوسېدونکي ښاغلي حسین زوار زاده ولد غلام رضا له خوا د شوي شکایت په اړه د حکم پر تطبیق بحث وشو.

عالي شورا په دې برخه کې تجویز اتخاذ کړ، چې د دوسيې پاڼې د احکامو پر تنفیذ او د حبس پر بدیل او حجز د نظارت څارنوالۍ عمومي ریاست ته واستوي او یاد ریاست دې د دوسیې پاڼې په پوره غور سره وګوري او په اړه دې خپل راپور راتلوونکې ناستې ته وړاندې کړي.     

Latest news

Sat, Oct 19 2024 9:26 AM
Background image

Two individuals acquitted of the charge of smuggling 41.375 kilograms of gold from Afghanistan to the United Arab Emirates.

Bashir Ahmad Siddiqi, son of Nasir Ahmad, and Mohammad Rafi Baha, son of Ghulam Bahauddin, who had been convicted of smuggling 41.375 kilograms of gold during the previous government,. . .

Wed, Feb 05 2020 10:26 AM
Background image

The Attorney General’s Office’s Press Release on Its Commitment to Access to information,

A number of Afghan press agencies expressed their discontent with Afghanistan government agencies and the Attorney General Office for not granting Media full access to information. . .

Mon, Dec 09 2019 9:02 AM
Background image

Attorney General: Humanitarian Culture and Respect for Humanity Is the Core of Our Activities

Saranpoh Mohammad Farid Hamidi, Attorney General of Islamic Republic of Afghanistan in a ceremony held for commemorating “International Day of Persons with Disabilities” said that the. . .

BACK TO NEWS