د زده‌کړندويۍ پروګرام اطلاعیه

ago_admin

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت لويه څارنوالي د درې اړخیز هوکړه لیک پر اساس چې د دغې ادارې، د ملکي خدمتونو انستیتیوت او د قانون د حاکمیت د ملاتړ پروژې (GIZ) ترمنځ لاسلیک شوی، په پام کې لري، چې د دولتي پوهنتونونو د حقوقو او شرعیاتو پوهنځیو د ۱۳۹۸ او ۱۳۹۹ کال فارغانو ته په ۱۴۰۰ کال کې د GIZ او د ملکي خدمتونو د انستیتیوت په مالي او تخنیکي مرسته د زده‌کړندويۍ (کارآموزۍ) پروګرام پيل کړي.

دا پروګرام په مرکز کې ۴۰ کسانو ته د یوه کال لپاره او د بدخشان، تخار، کندوز، بغلان، بلخ او جوزجان استیناف څارنوالیو کې ۲۴ کسانو ته د شپږ میاشتو لپاره جوړېږي. د زده‌کړندويۍ په دغه پروګرام کې د نجونو یا مېرمنو سهمیه ۷۰ سلنه او د نارینه وو ۳۰ سلنه ده.

په شرایط برابر کسانو او مینه والو ته خبر ورکوو، چې د ۱۳۹۹ د سلواغې له لومړۍ نېټې څخه تر لسو کاري ورځو پورې په یاد شوي پروګرام کې د ګډون لپاره فورمونه ډک او د پېژندپاڼې او تحصیلي اسنادو له کاپي سره لاندینیو برېښنالیکونو ته راوستوي.

agorec914@gmail.com یا agorec913@gmail.com

د زیاتو معلوماتو لپاره 0202522146 شمېر ته زنګ ووهئ.

 

د منلو شرایط:

  1. د افغانستان د تابعیت د پېژندپاڼې درلودل.
  2. د دولتي پوهنتونو د حقوقو او شرعیاتو د ۱۳۹۸ یا ۱۳۹۹ کلونو د فراغت سند درلودل.
  3. په عدلي او قضايي سکتور او ادارو کې تر دې وړاندې د کاري تجربې نه درلودل او تر دې وړاندې يې په لویه څارنوالي یا GIZ موسسې کې په هېڅ زده‌کړندويۍ پروګرام کې ګډون نه وي کړی.
  4. عملي کار او حاضرۍ ته ژمنتیا.
  5. د غوښتنوال عمر باید له ۲۲ کلونو کم او تر ۳۰ زیات نه وي.
  6. پر یوې رسمي (پښتو یا دري) ژبې برلاسی.
  7. د MS Office له پروګرامونو سره بلدتیا.

یادداښت: تر ګومارنې وروسته د قانون د حاکمیت د ملاتړ پروژې (GIZ) له خوا هر زده‌کړندوی (کارآموز) ته مشخص مبلغ هم په پام کې نیول شوی دی. لویه څارنوالي تر دغه پروګرام وروسته د ګډونوالو د ګومارنې مکلفیت نه لري.

Documents

لایحه وظایف مرکز
لایحه وظایف ولایات
فورم کارآموزی