د زدهکړندويۍ پروګرام اطلاعیه
د افغانستان اسلامي جمهوري دولت لويه څارنوالي د درې اړخیز هوکړه لیک پر اساس چې د دغې ادارې، د ملکي خدمتونو انستیتیوت او د قانون د حاکمیت د ملاتړ پروژې (GIZ) ترمنځ لاسلیک شوی، په پام کې لري، چې د دولتي پوهنتونونو د حقوقو او شرعیاتو پوهنځیو د ۱۳۹۸ او ۱۳۹۹ کال فارغانو ته په ۱۴۰۰ کال کې د GIZ او د ملکي خدمتونو د انستیتیوت په مالي او تخنیکي مرسته د زدهکړندويۍ (کارآموزۍ) پروګرام پيل کړي.
دا پروګرام په مرکز کې ۴۰ کسانو ته د یوه کال لپاره او د بدخشان، تخار، کندوز، بغلان، بلخ او جوزجان استیناف څارنوالیو کې ۲۴ کسانو ته د شپږ میاشتو لپاره جوړېږي. د زدهکړندويۍ په دغه پروګرام کې د نجونو یا مېرمنو سهمیه ۷۰ سلنه او د نارینه وو ۳۰ سلنه ده.
په شرایط برابر کسانو او مینه والو ته خبر ورکوو، چې د ۱۳۹۹ د سلواغې له لومړۍ نېټې څخه تر لسو کاري ورځو پورې په یاد شوي پروګرام کې د ګډون لپاره فورمونه ډک او د پېژندپاڼې او تحصیلي اسنادو له کاپي سره لاندینیو برېښنالیکونو ته راوستوي.
agorec914@gmail.com یا agorec913@gmail.com
د زیاتو معلوماتو لپاره 0202522146 شمېر ته زنګ ووهئ.
د منلو شرایط:
- د افغانستان د تابعیت د پېژندپاڼې درلودل.
- د دولتي پوهنتونو د حقوقو او شرعیاتو د ۱۳۹۸ یا ۱۳۹۹ کلونو د فراغت سند درلودل.
- په عدلي او قضايي سکتور او ادارو کې تر دې وړاندې د کاري تجربې نه درلودل او تر دې وړاندې يې په لویه څارنوالي یا GIZ موسسې کې په هېڅ زدهکړندويۍ پروګرام کې ګډون نه وي کړی.
- عملي کار او حاضرۍ ته ژمنتیا.
- د غوښتنوال عمر باید له ۲۲ کلونو کم او تر ۳۰ زیات نه وي.
- پر یوې رسمي (پښتو یا دري) ژبې برلاسی.
- د MS Office له پروګرامونو سره بلدتیا.
یادداښت: تر ګومارنې وروسته د قانون د حاکمیت د ملاتړ پروژې (GIZ) له خوا هر زدهکړندوی (کارآموز) ته مشخص مبلغ هم په پام کې نیول شوی دی. لویه څارنوالي تر دغه پروګرام وروسته د ګډونوالو د ګومارنې مکلفیت نه لري.
Documents
لایحه وظایف مرکزلایحه وظایف ولایات
فورم کارآموزی