مطبوعاتي اعلامیې
د لویې څارنوالۍ د ځینو مسؤولینو د دندې د ځنډېدو په اړه د ځينو شایعاتو په تړاو د لویې څارنوالۍ اعلامیه
په دې وروستیو کې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت لویې څارنوالۍ د ځينو مسؤولینو او رئیسانو د دندې د ځنډېدو په تړاو په ټولنیزو رسنیو کې خبرونه خپرېږي . . .
رسنیزه بلنه
د اداري فساد له لویو جرمونو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز د هېواد د نافذه قوانینو په رڼا کې، د حساب ورکولو او روڼتیا د تأمین په موخه، د اداري فساد په لویو جرمونو د تورنو محاکمه د خلکو او رسنیو په حضور کې په علني توګه ترسروي . . .
دروغ او د عامه اذهانو مغشوشول د قانون د حاکمیت او د عدالت د تأمین خنډ نه شي کېدای!
د قانون پيروي د هر وګړي رسالت او مسؤولیت دی. د ورسپارل شویو مسؤولیتونو په تړاو د هر کارکوونکي او لوړپوړي دولتي چارواکي حساب ورکول او ځواب ویل د ښې حکومتولۍ او له ادارې فساد سره د مبارزې په بهیر کې یو حقوقي، مدیریتي او نړیوال منل شوی اصل دی . . .
د مشرانو جرگي د درېيو غړو د نیولو په تړاو د لويې څارنوالۍ او ملي امنیت عمومي ریاست گډه مطبوعاتي اعلامیه
د ملي امنیت عمومي ریاست منسوبینو او د لویې څارنوالۍ استازي د کشفي اطلاعاتو پر بنسټ په ګډو عملیاتو کې د مشرانو جرګې درې غړي (سناتوران) د څلوېښت زرو امریکايي ډالرو د رشوت غوښتلو په تور د مرغومي پر ۷ لاس په لاس ونیول . . . .
اطلاعاتو ته د لاسرسي په اړه د ځینو رسنیو د اعلامیې په ارتباط د ا.ا.ج لویې څارنوالۍ اعلامیه
د ځینو رسنیو مسؤولانو د ۱۳۹۸ کال د سلواغې پر ۱۵ په کابل کې د یوې اعلامیې د اورولو په ترڅ کې وویل، چې ځینې دولتي ادارې د اطلاعاتو پر ورکړې محدودیت لګولی او ځینې ادارې یې د «تړلو ادارو» په نوم یادې کړې دي، چې په هغې کې یې د لویې څارنوالۍ نوم هم یاد کړې دی . . .
مطبوعاتي خبرپاڼه
د اداري فساد له لویو جرمونو سره د مبارزې د عدلي او قضایي مرکز د ځانګړې څارنوالۍ پر دوو کارکوونکو هر یو: ښاغلی څارنوال عبدالقدیر او ښاغلی کریم الله باندې د ۱۳۹۸ کال د چنګاښ پر ۱۵ سهار اووه بجې دندو ته د تګ پر مهال د کابل ښار د پنځمې حوزې اړوند کمپنۍ بازار کې حمله شوې، چې یو کس شهید او بل ټپي شوی، چې اوسمهال روغتون کې تر درملنې لاندې دی . . .
د جنرال حبیب الله احمدزي ادعا به د افغانستان د علماوو سراسري شورا، رسنیو، د افغان ښځو شبکې، د مدني ټولنو نهادونو او د روڼتیا څار بنسټ په شتون کې وڅېړل شي.
د افغانستان اسلامي جمهوري دولت لویې څارنوالۍ د ۱۳۹۸ کال د غبرګولي په ۲۳ د یو رسمي لیک له لارې له یادو ادارو غوښتي، چې د څېړنې د ترسره کولو په موخه خپل استازي دغې ادارې ته وروپېژني . . .
مطبوعاتي خبرپاڼه
د ځانګړي امنیت چارو کې د ولسمشر د پخوانۍ سلاکار جنرال حبیب الله احمدزي د ادعا او څرګندوونو موضوع، چې په دې وروستیو کې یې په رسنیو کې مطرح کړې، د جمهوري ریاست د پالیسۍ، نظارت او څېړنې مرستیالۍ له خوا، د قانوني څېړنې په موخه د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت لویې څارنوالۍ ته استول شوې ده . . .
مطبوعاتي خبرپاڼه
د ځانګړي امنیت چارو کې د ولسمشر پخوانی سلاکار جنرال حبیب الله احمدزی، د ۱۳۹۸ کال دغبرګولي پر نهمه د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت لویې څارنوالۍ ته حاضر شو . . .