د حقوقي ستاژ د نصاب د بیاکتنې او تعدیل څلور ورځنی ورکشاپ جوړ شو
د حقوقي ستاژ د نصاب د بیاکتنې او تعدیل څلور ورځنی ورکشاپ جوړ شو
۱۳۹۹، لیندۍ ۲۷
د لویې څارنوالۍ د حقوقي ستاژ د نصاب د تعدیل او بیاکتنې څلور ورځنی ورکشاپ د دغې ادارې د بشري سرچینو د پراختیا د عمومي ریاست له خوا د یونیسف دفتر په همکارۍ جوړ شو.
د یاد ورکشاپ موخه د لویې څارنوالۍ د حقوقي ستاژ دورې د نصاب بیاکتنه او په نصاب کې د اړتیا وړ موضوعاتو شاملول بلل شوي دي.
په دې غونډه کې د لویې څارنوالۍ د قضايي تعقیب د چارو مرستیال غلام حیدر علامه، د بشري سرچینو د پراختیا عمومي رئیس محمد ناصر همت، د حقوقي زده کړو د ملي مرکز رئیس کریم امیروزی، د یونسیف دفتر استازي او د لويې څارنوالۍ د مرکز او استیناف څارنوالیو رئیسانو ګډون کړی و.
د لویې څارنوالۍ د قضايي تعقیب د چارو مرستیال غلام حیدر علامه وویل، دغه څلور ورځني ورکشاپ کې به د ستاژ نصاب ته د نوي مواردو په ورزیاتولو وتوانېږو، هغه موضوعات ورزیات کړو چې د څارنوالانو د مسلکي دندې د اجرا پر وخت تر پخوا ګټور وي.
ښاغلي علامه پر تخصصي او حقوقي پوهې ټينګار وکړ او زیاته یې کړه: «تخصصي پوهه، د هر ډول فساد د مخنیوي لامل ګرځي، چې دا چاره د خلکو باور پر عدلي او قضایي ادارو پیاوړی کوي.» نوموړي همداراز زیاته کړه، چې د حقوقي ستاژ د نصاب پر بیاکتنې او تعدیل تر بحث وروسته به هڅه وشي، چې دې نصاب کې هغه موارد چې د جزا کوډ کې یې یادونه شوې، هم ورزیات کړي؛ تر څو د دغې دورې محصلین ورسره لا بلد شي.
ښاغلي علامه په جزا کوډ کې راغلو جرایمو ته اشاره وکړ او زیاته یې کړه: «اوسمهال سایبري او ټاکنیز جرمونه هم په جزا کوډ کې راغلي او پکار ده، د حقوقي ستاژ په ملي مرکز کې د دا ډول نویو جرمونو د حکم او څېړنې په اړه محصلین وپوهول شي.»
بلخوا د لویې څارنوالۍ د بشري سرچینو عمومي رئیس محمد ناصر همت هم د دغه نصاب پر بیاکتنې او تعدیل ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، له دې سره به د څارنوالانو مسلکي ظرفیت لوړ او د دغې ادارې پر خدماتو به مثبت اغېز ودرلودلی شي.
ښاغلي همت زیاته کړه: «د لويې څارنوالۍ د همکارانو په پرله پسې هڅو سره وتوانېدو، چې په نصاب کې د نوي مواردو په زیاتولو سره سلا شو او له نېکه مرغه دا موارد په ورکشاپ کې مطرح او په اړه به یې يوه ښه پرېکړه وکړو.»
نوموړي د حقوقي ستاژ د نصاب بیاکتنه او تعدیل د لويې څارنوالۍ د اصلاحي پروګرام یوه برخه وګڼله او زیاته يې کړه، په تېرو څلور کالو کې د حقوقي زده کړو له ملي مرکزه، د زده کړو د یوه کلن بهیر تر پشړولو وروسته، ۴۵۰ څارنوالان فارغ شوي دي.
د بشري سرچینو د پراختیا عمومي رئیس، د څارنوالانو لوړ ظرفیت د ښو خدماتو له وړاندې کولو سره تړلی ګڼي او زیاتوي، چې د ښو خدماتو په وړاندې کولو سره دا اداره د خلکو رضایتمندي ترلاسولی شي.
له دې سره سم د حقوقي زده کړو د ملي مرکز رئیس کریم امیروزی د لویې څارنوالۍ مننه وکړه، چې د نصاب د لا هراړخیز کولو لپاره یې له دوی سره د یونیسف دفتر په همکارۍ لاس یو کړی.
ښاغلي امیرزوي ټینګار وکړ، چې د دغې غونډې د کمېټو پرېکړو ته په پام، د حقوقي ستاژ په اوسني نصاب کې به د لویې څارنوالۍ په همکارۍ نوي موضوعات ورزیات شي.
ښاغلي امیروزی څرګنده کړه، چې دغه حقوقي مرکز په تېرو ۱۱ دورو کې یو زره او ۹۲۵ محصلین فارغ کړي، چې ۷۵ سلنه محصلین یې د لویې څارنوالۍ کارکوونکي یا تر فراغت وروسته په لویه څارنوالي کې پر دندو ګومارل شوي دي.
د یادونې وړ ده، د نصاب د بیاکتنې او تعدیل په ورکشاپ کې د لویې څارنوالۍ څارنوالان، د لوړو زده کړو د نصاب د کمېټې غړو او د حقوقي مرکز مسؤولانو ګډون کړی و او څلور ورځې يې د نصاب پر بیاکتنې کار وکړ. په دغه ورکشاپ کې پرېکړه وشوه، چې د اوسني نصاب د ځینو موضوعاتو د پياوړولو تر څنګ به محصلینو ته د قضیو د څېړنې په موخه د ساحوي کار فرصتونه ایجادېږي او همداراز به د تحصیل پر مهال د فرضي قضیو د څېړنې امکانات هم چمتو کېږي.
د څلور ورځني ورکشاپ په پای کې د کمېټو د پرېکړې پر اساس، د لويې څارنوالۍ له خوا حقوقي زده کړو ملي مرکز ته د پيشنهادي نصاب تود هرکلی وشو او یادونه وشوه، چې دا نصاب به هم د مرکز د نصاب د ځینو موضوعاتو تر کمولو وروسته ورشاملېږي.
د لويې څارنوالۍ په پیشهادي نصاب کې د پیسو پرېوللو، د انسان د قاچاق، د اداري فساد پر ضد جرایمو، مالیاتي او تجارتي جرایمو، ټاکنیزو جرایمو، سایبري جرایمو، د ماشومانو سرغړاویو قضیو ته منصفانه رسیدګۍ، د ماشومانو پر ضد د جرایمو او ورته نورو ممهمو موضوعات په اړه راغلي، چې د ستاژ دورې په لړ کې به محصلینو ته شرح کېږي.
د دغه نصاب مفردات به د لويې څارنوالۍ، د حقوقي زده کړو ملي مرکز او لوړو زده کړو وزارت د نصاب کمېټې د غړو ترمنځ وروستي کېږي او په راروان تحصیلي کال کې به محصلینو ته د تعدیل شوي نصاب له مخې درس ورکړل شي.