(د سولې لار نقشه) په تړاو د پوهاوي پروګرام جوړ شو

Hussain_admin
دوشنبه ۱۴۰۰/۵/۱۱ - ۹:۴۲
ago

دا پروګرام د لويې څارنوالۍ د قضايي تعقیب چارو مرستیال ډاکټر غلام حیدر علامه، ځینو رئیسانو او کارکوونکو په ګډون نن د ۱۴۰۰ لمریز کال د زمري پر لسمه د لویې څارنوالۍ د کنفرانسونو په تالار کې وشو.

د دغې برنامې موخه د «سولې لار نقشې» په تړاو د ولسمشر ډاکټر محمد اشرف غني لیدلوری چې په کتابي بڼه چاپ شوی، ګډونوالو ته پوهاوی ورکړل شول.

ډاکټر غلام حیدر علامه په دغه پروګرام کې د ولسمشر له قوله وویل، چې د سولې په راتګ سره باید څلورو اصولو (خپلواکي، ملي یووالی، ولسواکي او د افغانستان اساسي قانون) ته پام وشي. نوموړي د جمهور رئيس د لیدلوري پر اساس وویل، چې په راتلونکې سوله کې باید د افغانستان خپلواکي په لومړیتوب کې وي او ملي یووالی، ولسواکي او اساسي قانون حفظ شي. د اساسي قانون ځینې مادې د تعدیل او ځینې نورې هغه د تعدیل وړ نه دي. نوموړي زیاته کړه، د سولې په پروسه کې باید اوربند ته لومړیتوب ورکړل شي او د فرعي مسایلو په اړه بحث ته وخت شته.

په ورته وخت کې د لویې څارنوالۍ د مسلکي زده کړو رئيس عزیزالله فصیحي د ولسمشر د لیدلوري پر اساس وویل، چې په هېواد کې ۴۲ کلنې جګړې ولس ته روحي، رواني او معنوي زیانونه اړولي دي او خلک سولې ته تږي دي. نوموړي د ولسمشر د لیدلوري د اساسي ارکانو د بیان تر څنګ زیاته کړه: «موږ د افغانستان ټولو خلکو ته عادلانه سوله غواړو.» په افغانستان کې د سولې راتګ لپاره ملي، سیمه ییزه او نړیواله اجماع شته او باید له دې بې ساري فرصته ګټنه وشي.

ښاغلي فصیحي د ولسمشر له قوله وویل، چې د افغانستان د سولې هوکړه باید د ملګرو ملتونو د امنیت شورا تضمین کړي او له سرغړونکي سره جدي چلن وشي. همداراز د سولې هوکړه لیک باید د لویې جرګې له خوا تایید شي، ځکه چې ملي حاکمیت او سیاسي مشروعیت د افغانانو دی.

د دغې برنامې په اوږدو کې د لویې څارنوالۍ ځینو رئيسانو او کارکوونکو د موضوع په اړه خپلې پوښتنې هم مطرح کړې.

د ېادونې وړ ده، چې د «سولې لار نقشې» په اړه دا دویم پروګرام دی، چې د مسلکي زده کړو د انستیتیوت ریاست او د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست له خوا د‌غې ادارې رئیسانو او کارکوونکو ته جوړېږي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۶ - ۱۲:۲۱
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دغې ادارې له کارکوونکو «د دعوت او ارشاد نصاب د معاملاتو» د تدریس شوې برخې ازموینه واخیسته

د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت د لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست نن شنبه د رمضان المبارک میاشتې پر ۱۸ (د کب ۱۶) د دغې ادارې له کارکوونکو څخه «د دعوت او ارشاد نصاب د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۷ - ۱۰:۴۸
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دې ادارې له کارکوونکو د دیني مسائلو ازموینه واخیستله

د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دغې ادارې له کارکوونکو د دعوت او ارشاد د عمومي ریاست نصاب ازموینه واخیستله...

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۱ - ۱۱:۲۶
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دې ادارې په دارالامان ودانۍ کې د ۸۰ زره لیټره تیلو په وړتیا د تیلو ټانک ګټې اخیستنې ته وسپاره

د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دې ادارې په دارالامان ودانۍ کې د تیلو یو ټانک ګټې اخیستنې ته وسپاره چې ورسره د دې ادارې یوه اړتیا په معیاري او بنسټيزه توګه. . .

BACK TO NEWS