لویه څارنوالي په ادارو کې د مېرمنو د ځورونې پر وړاندې د مبارزې عمومي رياست جوړوي

ago_admin
پنجشنبه ۱۳۹۸/۴/۲۷ - ۲۱:۱۷
farid dhamidi

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت لوی څارنوال څارنپوه محمدفرید حمیدي د ښځو سره د تاوتریخوالي پرضد ادارو د همغږۍ ملي څلور ورځني کنفرانس ته، چې نن یې وروستۍ ورځ وه، وویل چې د یاد ریاست طرح د جمهوري ریاست له خوا منظور شوی او په تشکیل یې کار روان دی.

ښاغلي حمیدي زیاته کړه، چې لوی څارنوالۍ  په ادارو کې د ښځو د ځورونې پر ضد یوه موثره طرحه تیاره کړی وه، چې د افغانستان جمهور رییس له خوا تایید شوه. هغه په دولتي او غیر دولتي ادارو  کې د مېرمنو د ځورونې پر ضد د مبارزې عمومي رياست، له ښځو سره د تاوتریخوالي پر وړاندې د مبارزې په برخه کې یو ښه ګام و باله او زیاته یې کړه: «د دغه ریاست له لارې کولې شو، د کورنیو ډاډ او باور ترلاسه کړو، چې د افغانستان ادارې د خوندي او باوري چاپیریال په درلودو سره د افغانستان خلکو ته د کار او خدمت ځای دی.»

د هېواد لوی څارنوال په دغه کنفرانس کې له ښځو سره د تاوتریخوالي پر ضد په برخه کې د اړوندو ادارو تر منځ پر همغږۍ او همکارۍ ټينګار وکړ. د ښاغلي حمیدي په خبره، تاوتریخوالی د کورنۍ بنسټ له منځه وړي او د دغې پدیدې د له منځه وړلو لپاره د ادارو انګیزې او غوڅوونکې ارادې ته اړتیا ده، تر څو له تاوتریخوالي پاکه ټولنه رامنځ ته شي.

د ښاغلي حمیدي په خبره له ښځو سره تاوتریخوالی په هره ټولنه کې شتون لري؛ خو په افغانستان کې د دغې پدیدې د کمونې په خاطر څو ګن اړخیز او څو نهادي کړنو ته اړتیا لري. د هغه په باور کورنۍ، تعلیمي او تحصیلي مرکزونه، عالمان او د افغانستان رسنۍ باید لاسونه سره ورکړي او د هېواد عدلي او قضایي ادارو تر څنګ د قانون د تطبیق، د عدالت د تامین او له ښځو سره د تاوتریخوالي پر ضد مبارزه وکړي؛ تر څو د دغې پدیدې ریښې له بیخه وچې کړي.

همداراز د هېواد لوی څارنوال وویل چې عدلي او قضایي نهادونه، د مسلکي وړتیا او قدرت له مخې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي قضیو سره جدي چلند کوي او په دې برخه کې د ځواب ورکونې هیڅ ډول معافیت شتون نه لري. ښاغلي حمیدي د خپلو خبرو په دوام سره وویل، هیله مند دی چې د دغه کنفرانس عملي نتایج د خپلو تجربو په شریکولو، لاسته راوړنو او مالوماتو سره د ګډونکونکو مسلکي وړتیا زیاته کړې وي او د عدالت د تامین، د قانون د ټينګښت او له

ښځو سره د تاوتریخوالي پر ضد د مبارزې په برخه کې ارزښتمند تمام شي.

له بلې خوا د ښځو پر ضد د تاوتریخوالي د مخنیوي او د ماشومانو د سرغړونې څارنوالۍ مرستیالې میرمن سینا شنا منصور وویل، چې دغې مرستیالۍ له ښځو سره د تاوتریخوالي پر ضد او د مخنیوي په خاطر امار او ارقام له هغو نهادونو سره چې په دې برخه کې کار کوي، شریک کړې دي؛ تر څو د دغې پدیدې د کمونې او له منځه وړلو لپاره عملي طرحې چمتو شي.

د تاوتریخوالي د زیاتېدو له ډاره، د خپلو ماشومانو د لاسه ورکولو او له حقوقو څخه نه خبرتیا، د عزت او عفت ساتنه، عاطفي وابستګي او پر نفس نه اعتماد هغه موارد وه، چې میرمن منصور د تاوتریخوالي قربانیان رسمي مراجعو ته د نه ورتلو  عوامل وبلل. د هغې په باور په هغو مواردو کې چې د تاوتریخوالي قضیو پریکړې د جرګو او شوراوو له خوا کېږي، د ټولنې رواجي او قبیله‌یي برخه له قانون څخه زیاته د توجه وړ وي، چې کېدای شي د نور تاوتریخوالي سبب وګرځي.

د ښځو پر ضد د تاوتریخوالي د مخنیوي او د ماشومانو د سرغړونې څارنوالۍ مرستیالې، ښځو او نارینو ته د حقوقي پوهاوي غونډې، ښځو ته سالمې دندې، د واده د مصرف کمونې فرهنګ جوړونه، د ټولنیز امنیت د تامین لپاره هڅې او رسنیو کې علمي بحثونه له ښځو سره د تاوتریخوالي د کمونې مهمې لارې وبللې.

sena shana mansoor

په همدې ترڅ کې مالي او اداري چارو کې د لوی څارنوال مرستیال وحیدالدین ارغون په دغه کنفرانس کې وویل، چې لویې څارنوالۍ په وروستیو کلونو کې د ښځو ونډه او  په مسلکي او اداري برخو کې د هغو د ظرفیت  لوړولو برخه کې جدي هڅې کړې دي. ښاغلي ارغون زیاته کړه چې لویې څارنوالۍ په ورستیو درې کلونو کې د ښځو ونډه له  درې سلنې ۲۰ سلنې ته زیاته کړې ده او دغه اداره هڅه کوي، چې دغه رقم تر ۲۰۲۴ میلادي کاله ۲۴ سلنې ته پورته کړي.

wahididdin arghon

له بلې خوا د حقوقو پراختیا نړیوال سازمان(IDLO) استازي ریموند میکلرایت، په دغه کنفرانس کې له ښځو سره د تاوتریخوالي پر ضد برخه کې د ادارو پر همغږۍ او همکارۍ ټینګار وکړ او رسمي عدالت یې د ښځو د تاوتریخوالي قضیو ته د رسیدګۍ لپاره مهم وګاڼه.

د یادونې وړ ده، چې دغه کنفرانس د حقوقو د پراختیا نړیوال سازمان(IDLO) په همکارۍ د څلورو ورځو لپاره جوړ شوی و، چې د ۱۳۹۸ کال د چنګاښ پر ۲۶ پای ته ورسېد.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۱ - ۱۱:۲۶
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دې ادارې په دارالامان ودانۍ کې د ۸۰ زره لیټره تیلو په وړتیا د تیلو ټانک ګټې اخیستنې ته وسپاره

د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دې ادارې په دارالامان ودانۍ کې د تیلو یو ټانک ګټې اخیستنې ته وسپاره چې ورسره د دې ادارې یوه اړتیا په معیاري او بنسټيزه توګه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۴ - ۱۴:۵۰
Background image

افغانستان ته د بې کیفیته نفتي موادو او تیلو پر وارداتو بندیز ولګېد

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست سرپرست او هېواد ته د بې کیفته تیلو له واردولو د مخنیوي کمېټې رییس محترم الحاج مولوي شمس‌الدین شریعتي یوي خبري ناستې ته ویلي چې هېواد ته د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۸ - ۱۴:۳۹
Background image

افغانستان ته د بې کیفیته تېلو، اوبلنو ګازو او نورو نفتي موادو له واردولو د مخنیوي لپاره د مؤظف پلاوي ناسته جوړه شوه

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د سرپرست محترم مولوي شمس‌الدین شریعتي په مشرۍ ناسته د مؤظفې کمېټې د غړو په ګډون د امارتي ادارو او وزارتونو د معیننانو په حضور کې جوړه شوه. . .

BACK TO NEWS