لویې څارنوالۍ د یو ماشوم د تښتونې او وژنې اړوند د دوو کسانو دوسیه محکمې ته واستوله

ago_admin
شنبه ۱۳۹۸/۷/۱۳ - ۱۴:۲۵
ago

لویې څارنوالۍ یاده قضیه د څېړنو تر بشپړاوي وروسته د ۱۳۹۸ کال د تلې پر نهمه د حکم ورکولو په موخه د کابل ښار درېیمې حوزې ابتدایه محکمې ته استولې ده.

دغو دوو کسانو د ۱۳۹۸ کال د زمري پر لسمه، د کابل ښار شپږمه حوزه کې دیارلس کلن ماشوم تښتولی او وژلی و.

د څارنوال د صورت دعوې پر بنسټ، دغه ماشوم د روان کال د زمري پر لسمه ورکېږي. پلار یې د پیدا کولو لپاره پلټنې کوي؛ خو پایلې ته نه رسېږي. یوه ورځ وروسته د ماشوم پلار د کابل ښار درېیمې حوزې سره موضوع شریکوي. له دې سره سم مؤظف پولیس د یادې پېښې په اړه جدي پلټنې پیلوي. په همدې ورځ د ماشوم له پلار سره له یوې ناپېژندې شمېرې اړیکه نیول کېږي او د زوی د ازادولو په مقابل کې ترې د سل زره امریکایي ډالر غوښتنه کوي، چې په پایله کې په ۴۰ زره امریکايي ډالرو سره هوکړه کوي. تورن کسان په دې تمه دي چې په همدې شپه به پیسې لاسته راوړي؛ خو مخکې له دې چې شپه شي د ماشوم جسد پیدا کېږي او د دوی اړیکه هم پرې کېږي.

د قضیې مؤظف څارنوال، د څېړنو تر بشپړاوي، صورت دعوې او اتهام نامې له ترتیب او د جرم د ثابتولو لپاره د اسنادو، شواهدو او مدارکو تر راوړنې وروسته د کابل ښار درېیمې حوزې له ابتدایه محکمې غوښتي، چې پر تورنو کسانو د اعدام حکم ورکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې له کورنیو او بهرنیو جرمونو سره د مبارزې څارنوالۍ ریاست، له ۱۳۹۵ تر ۱۳۹۷ کال پورې د یو زر او ۳۳ تورنو او مظنونو په مظنونیت سره ۵۷۴ قضیو ته رسیدګي کړې ده. له دې جملي څخه ۳۷ تورن پر اعدام او پاتې نور له شپږو میاشتو تر درېیو کالو په بند محکوم شوي دي. له یادو کسانو څخه د درېیو کسانو د اعدام حکمونه تنفیذ شوي دي.  

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۳ - ۱۳:۴۵
Background image

د امر باالمعروف او نهی عن‌المنکر قانون د تشریح په تړاو ناسته جوړه شوه

د ا.ا.ا د امر باالمعروف، نهی عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د دغه وزارت قانون د تشریح په اړه ناسته جوړه کړې وه. ‌. .

شنبه ۱۴۰۳/۷/۲۸ - ۹:۲۶
Background image

دوه کسان له افغانستانه متحده عربي اماراتو ته د ۴۱.۳۷۵ کیلوګرامه طلا د قاچاق په تور بري‌الذمه وپېژندل شول

بشیراحمد صدیقي د نصیراحمد زوی او محمدرفیع بها د غلام‌بهاالدین زوی چې په مخکېني حکومت کې د ۴۱.۳۷۵ کیلوګرامه سرو زرو (طلا) د قاچاق په تور محکوم شوي وو، د ا.ا.ا سترې محکمې له خوا بري‌الذمه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۲ - ۱۱:۴۷
Background image

د دعوت او ارشاد تعلیمي نصاب ازموینه واخیستل شوه

د ا.ا.ا امربالمعروف، نهی عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت د دعوت او ارشاد چارو د انسجام عمومي ریاست د حکم پر بنسټ، د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد. . .

BACK TO NEWS