ذبیح الله کلیم د لویې څارنوالۍ د سرپرست او نوماند په توګه معرفي شو
د نوموړي د معرفۍ غونډه د جمهور رئيس دویم مرستیال قانونپوه استاد سرور دانش، د لویې څارنوالۍ مرستیالانو او رئیسانو، د شهدا او معلولینو وزارت سرپرست، د جمهوري ریاست د چارو ادارې مرستیال، د اداري فساد پر ضد د مبارزې کمېسیون او د اساسي قانون پر تطبیق د څار کمېسیون رئیسانو په حضور نن د ۱۴۰۰ لمریز کال د وري پر ۱۵ د لويې څارنوالۍ د عالي شورا په تالار کې ترسره شوه.
استاد سرور دانش ښاغلي کلیم ته د لویې څارنوالۍ د سرپرستۍ د مبارکۍ تر څنګ، د پخواني لوی څارنوال محمد فرید حمیدي د لاسته راوړنو او اجرااتو ستاینه او مننه وکړه. نوموړي زیاته کړه، چې د ښاغلي حمیدي د تصدۍ پر مهال په لویې څارنوالۍ کې ښه پرمختګونه څرګند شوي، خو لا هم اوږده لاره په مخکې ده. د ښاغلي دانش په وینا، اصلاحات او د وضعیت ښه والی په یوځلي نه راځي، بلکې په دوامداره توګه د دغه بهیر په برخه کې هڅه پکار ده.
ښاغلي دانش زیاته کړه: «هیله من یو، ښاغلی کلیم د لویې څارنوالۍ له کاري ټیم سره، د لویې څارنوالۍ مقام ته په کتو، دا اداره ښې خوا ته رهبري کړي.» د ښاغلي دانش په باور، د قانون تطبیق او حاکمیت، د عدالت تأمین او د عامه حقوقو او د افرادو د ازادیو دفاع د لویې څارنوالۍ اساسي او بنسټیزې دندې دي.
د جمهور رئيس مرستیال ټینګار وکړ، چې لویه څارنوالي باید د جنایي سیاست په برخه کې لیکلې پالیسي تنظیم او تصویب کړي. د ښاغلي دانش په وینا، په دې پالیسي کې باید د جزايي اجرااتو سم میکانیزم، د جرایمو د پېښېدو مخنیوي لارې چارې او تر جرم وروسته د مجرم تعقیب په مفصله توګه روښانه او تر بحث لاندې ونیول شي.
د جمهور رئیس مرستیال زیاته کړه، له دې سره سره چې د جزا کوډ او جزايي اجرااتو قانون چې په ورستیو کلونو کې تدوین او تصویب شول، د پخوانیو قوانینو په نسبت متفاوت دي، خو پکار ده، لویه څارنوالي تر دقیقې ارزونې وروسته لازم اصلاحات او تعدیلات د هېواد په جزايي قوانینو کې پیشنهاد کړي.
ښاغلي دانش زیاته کړه، لویه څارنوالي باید په خپلو اجرااتو کې خپلواکه وي او باید د هېچا تر اغېز لاندې رانه شي، خپله خپلواکي وساتي او عمل پرې وکړي. د لویې څارنوالۍ د کارکوونکو د مسلکي او علمي ظرفیت د لوړاوي، د دغې ادارې په دننه او بهر کې له اداري فساد سره د مبارزې، په اجرااتو کې دقت او چټکتیا او د قضیو د مدیریت سیسټم په هلکه هم ښاغلي دانش خبرې وکړې.
په ورته وخت کې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د لویې څارنوالۍ نوماند او سرپرست ذبیح الله کلیم د جمهور رئیس له باوره مننه وکړه. نوموړي د دغې ادارې پخواني لوی څارنوال ښاغلي حمیدي هم مننه وکړه، چې دغې ادارې کې یې اړین اصلاحات راوستي دي.
ښاغلي کلیم زیاته کړه: «موږ به هڅه وکړو، تر څو هغه څه چې نیمګړي عملي شوي یا هغو برخو کې چې غفلت شوی، جدي پاملرنه وکړو.» د لویې څارنوالۍ سرپرست له فساد سره پر جدي مبارزې، د ځمکو له غاصبانو سره جدي چلن، د جنسیتي تناسب پر بنسټ د ښځو له حقوقو ملاتړ، وړتیا ته په کتو د مجربو او مسلکي څارنوالانو ګومارنه، مسلکي ظرفیت ته په کتو د اداري اصولو پر بنسټ تبدیلي او ګومارنه، د ښو عدلي خدماتو وړاندې کول، د مکافاتو او مجازاتو پلي کول، د جرمونو احصاییه او تحلیل او د قضیو سیسټم پراختیا او د لویې څارنوالۍ او نورو اړوندو ادارو ترمنځ د همغږۍ پر رامنځته کولو هم ټينګار وکړ.
نوموړي زیاته کړه د څارنوالانو د مسلکي اجرااتو څخه د نورو د نفوذ مخنیوی، د کورني تفتیش، د کنټرول او مراقبت او د عامه پوهاوي پیاوړتیا د خلکو پر اعتماد اغېز پرېباسي. د څارنوالانو او نورو کارکوونکو امنیت او د هغو څارنوالانو کورنیو ته پاملرنه چې د عدالت د تأمین برخه کې شهیدان شوي او د لویې څارنوالۍ د کارکوونکو کاري او فکري خوندیتوب نور هغه موارد و، چې ښاغلي کلیم پرې ټینګار وکړ.
ښاغلي کلیم زیاته کړه: «تعصب، اخلاقي او اداري فساد درې هغه بد صفتونه دي، چې کرکه ترې لرم او له کارکوونکو غواړم، تر څو له دغو ناوړه صفاتو ځان وساتي.»
د لویې څارنوالۍ سرپرست زیاته کړه، چې د ګډو هڅو په پایله کې به په دې اداره کې بنسټیز اصلاحات او ښه او موثر سیسټم رامنځته کړي.
له بلې خوا د لویې څارنوالۍ له ښځو سره د تاوتریخوالي د مخنیوي او د ماشومانو سرغړونو ته د رسیدګۍ مرستیالې سینا شنا منصور د حکومت د پاملرنې چې لویې څارنوالۍ ته یې کړې، مننه وکړه او ښاغلي کلیم ته یې د دغې ادارې د سرپرست په توګه مبارکي ورکړه.
نوموړې حکومت او افغانانو ته ډاډ ورکړ، چې له اداري فساد سره د مبارزې، د قانون تطبیق، د عدالت تأمین او په ګډه د بنسټيزو اصلاحاتو راوستو په موخه به هڅه وکړي، تر څو د لویې څارنوالۍ پر اجرااتو د خلکو باور زیات شي.