نور خبرونه
ذبیح الله کلیم د لویې څارنوالۍ د سرپرست او نوماند په توګه معرفي شو
د نوموړي د معرفۍ غونډه د جمهور رئيس دویم مرستیال قانونپوه استاد سرور دانش، د لویې څارنوالۍ مرستیالانو او رئیسانو، د شهدا او معلولینو وزارت سرپرست، د جمهوري ریاست د چارو ادارې مرستیال، د. . .
۶۴ زده کړندویان په لویه څارنوالي کې جذبېږي
په همدې موخه یوه ازموینه د ۵۰۹ کسانو په ګډون د ۱۴۰۰ لمریز کال د وري پر اتمه د لويې څارنوالۍ د کنفرانسونو په تالار کې ترسره شوه. په دې ازموینه کې د نجونو او هلکانو په ګډون ۸۸۶ کسان چې په. . .
یو کس د دوکې، د القابو د انتحال او کمېشنکارۍ په تور ونیول شو
د لويې څارنوالۍ د کنټرول او مراقبت څارنوالۍ عمومي ریاست یو کس د فریبکارۍ، د القابو د انتحال او کمېشنکارۍ په تور ونیوه. دا کس د لویې څارنوالۍ د شکایتونو او اطلاعاتو ځانګړې ۱۸۰ شمېرې سره. . .
یو کس له یوه هېوادواله د باج اخیستنې په تور په بالفعل ډول ونیول شو
د لویې څارنوالۍ د کنټرول او مراقبت څارنوالۍ عمومي ریاست یو کس د زرو امریکايي ډالرو باج اخیستنې پر مهال لاس په لاس نیولی دی. دا تورن د کنټرول او مراقبت څارنوالۍ ته د یوه هېوادوال له خوا. . .
یو کس بهر ته د پیسو د ناقانونه لېږد په تور په محاکمه شو
اکبر کاظمي د غلام حسین زوی، له هېواده بهر ته د پيسو د ناقانونه لېږد په تور، نن دوشنبه د ۱۴۰۰ لمریز کال د وري پر نهمه د اداري فساد پر ضد د مبارزې عدلي او قضايي مرکز له خوا محاکمه شو . .. . .
د لویو جرمونو پر ضد د مبارزې عدلي او قضايي مرکز او د بشري سرچینو د پراختیا رئیسان معرفي شول
د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د مقام د حکم پر اساس محمد ظریف ستانکزی د فضل سلطان ساپي پر ځای د اداري فساد د لویو جرمونو پر ضد د مبارزې عدلي او قضايي مرکز د عمومي رئیس او محمد نواب. . .
رسنیو کې د جنسیتي برابرۍ په هکله روزنیز پروګرام جوړ شو
د جنسیتي برابروالي په هکله دوه ورځنی پروګرام د لویې څارنوالۍ له ښځو د ملاتړ ریاست لخوا د افغانستان له عدلي سکتور څخه د ملاتړ پروګرام (JSSP) له لوري جوړ شو . . .
د جمهوري ریاست د هدایاتو د تطبیق کمېټه په لویه څارنوالي کې توظیف او په کار یې پيل وکړ
د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د ریاست مقام د هدایت پر اساس، نن چهارشنبه د ۱۴۰۰ لمریز د وري پر ۴ په لويې څارنوالۍ کې د کُلي اصلاحاتو د طرحې په موخه د دغې ادارې د بېلابېلو برخو د رئيسانو. . .
د خوست پخوانی والي او ښاروال د وظیفوي واک د ناوړه کارونې په تور محاکمه شول
د خوست پخوانی والي حکم خان حبیبي د ملا جان زوی او د دغه ولایت پخوانی ښاروال عبدالبصیر محمدزی د عبدالوکیل زوی نن سه شنبه د ۱۳۹۹ لمریز کال د کب پر ۲۶ د اداري فساد د لویو جرمونو پر ضد د. . .