پیغامونه
د اسلامي جمهوري دولت لویې څارنوالۍ د رهبرۍ د خواخوږۍ پیغام
په خواشینۍ خبر شو، چې د خوست استیناف څارنوالۍ د عامه امنیت ابتداییه څارنوالۍ آمر محمد فاروق خان مندوزی د یوه تروریستي برید په پایله کې د دغه ولایت د اسماعیل خېلو ولسوالۍ په دوه سرکه سیمه کې، د ۱۴۰۰ لمریز کال د چنګاښ پر نهمه شهید شو . . .
هلمند کې پر یو څارنوال تروریستي برید
د یکشنبې پر ورځ له غرمې وروسته ۴:۲۰ دقیقې د هلمند ولایت د اداري فساد پر ضد د ابتداییه څارنوالۍ آمر سیدمحمدغمشریک موټر باندې ماین چاودنه شوی ده. ښاغلی غمشریک کور ته پرلاره و، چې دغه پیښه د لښکرګاه ښار دویمې حوزې کې رامنځته شوه. د دغې چاودنې په پایله کې ښاغلې غمشریک سخت ټپي شوی او اوسمهال د لښکرګاه ښار په روغتون کې تر درملنې لاندې دی . . .
د اسلامي جمهوري دولت لویې څارنوالۍ د رهبرۍ خواخوږۍ پیغام
په خواشینۍ سره خبر شو، چې شنبه مازدیګر ۵:۳۰ دقیقې د ۱۴۰۰ لمریز کال د وري پر اوومه د پکتیا استیناف څارنوالۍ ریاست ښاري ابتداییه څارنوال، عتیق الله د محمد انور زوی له دفتره د کور پر لور د تګ پر مهال د یوه تروریستي برید په پایله کې د دغه ولایت د ګردېز ښار اړوند شهید شو . . .
د اسلامي جمهوري دولت لویې څارنوالۍ د رهبرۍ خواخوږۍ پیغام
په خواشینۍ سره خبر شو، چې نن شپه، د ۱۳۹۹ لمریز کال د کب پر۲۱/۲۲، د پکتیا استیناف څارنوالۍ د عمومي جزا څارنوالۍ څارنوال، څارنیار محمد حسن یار د یوه تروریستي برید په پایله کې د دغه ولایت د ګردېز ښار اړوند شهید شو. نوموړي تر ۲۰ کالو زیات د لویې څارنوالۍ اړوند د عدالت د تأمین او د قانون د حاکمیت په برخه کې صادقانه دنده ترسره کړې ده . . .
د مارچ اتمه؛ د ښځو د پيوستون نړیواله ورځ مبارک
د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د لويې څارنوالۍ رهبري د مارچ اتمه؛ د ښځو د پیوستون نړیواله ورځ د هېواد ټولو زړورو ښځو ته مبارکي وايي . . .
د اسلامي جمهوري دولت لویې څارنوالۍ د رهبرۍ ډاډګیرنې پیغام
بِسْمِ اللّٰهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِيمِ
وَ بَشِّرِ الصَّابِرينَ أَلَّذينَ إِذا أَصابَتْهُمْ مُصيبَةٌ قالُوا إِنَّا لِلَّهِ وَ إِنَّا إِلَيْهِ راجِعُونَ
په خواشینۍ سره خبر شو، چې نن سهار اته بجې، د ۱۳۹۹ لمریز کال د کب پر ۱۸، د کابل ولایت د لوېدیځ زون
د هلمند د کورنۍ او بهرني امنیت پر ضد جرایمو د مبارزې څارنوالۍ د رئيس پر موټر د تروریستانو د برید په تړاو د لويې څارنوالۍ د رهبرۍ د خواخوږۍ پيغام
په ډېرې خواشینۍ، د هلمند د کورني او بهرني امنیت پر ضد جرایمو د مبارزې څارنوالۍ رئيس څارنیار سید محمود آغا سادات د سید آغانور زوی او یو ساتونکی یې نن شنبه د ۱۳۹۹ لمریز کال د کب پر ۱۶، سهار نهه بجې، د تروریستانو او د سولې او عدالت د دښمنانو له خوا د یوه موټربم برید په پایله کې شیهدان او دوه ساتونکي يې ټپیان شوي دي . . .
د هیواد د خپلواکۍ د بیرته ګټلو په ویاړ د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د لویې څارنوالۍ د رهبرۍ پلاوي پیغام
د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د لویې څارنوالۍ د رهبرۍ پلاوی او کارکوونکي د زمري اته ویشتمه؛ د هیواد د خپلواکۍ د بیرته ګټلو ۱۰۱ کلیزې مبارکي ټول افغان ملت ته وایي . . .
د افغانستان اسلامي جمهوري دولت لویې څارنوالۍ رهبرۍ د ډاډګیرنې پیغام
په ډېره خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړ، چې نن شنبې ورځ، سهار ۸:۳۰ بجې د ۱۳۹۸/۸/۲۵، د دولت وسله والو مخالفینو، د کابل قرباغ ولسوالۍ سیاه سنګ کلي کې د کابل – پروان په عمومي سړک، د باګرام عدلي مرکز د محبس څارنوالانو هر یو ښاغلی روح الله ارزګاني، نجیب الله سهاک، مرتضی احمدي، فیروز عیاني او د یاد ریاست د اداري مدیر قیس پر موټر چې دندو ته روان و، برید کړی، چې له امله یې څارنوال فیروز عیاني په شهادت رسېدلی او پاتې نور ټپیان دي. ټپیان د کابل ولایت د ملي امنیت روغتون ته لېږدول شوي، چې له دې ډلې څارنوال نجیب الله سهاک د سخت ټپ له امله په روغتون کې ساه ورکوي . . .